دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 141328
زاخېلوال: افغانستان، هیچ چاته به اجازه ورنه کړي چې خاوره یې دبل ګاونډي هیواد پرضد وکاروي
زاخیلوال ویلی، پاکستان او افغانستان به د اړیکو جوړولو له پاره یوه غونډه تر سره کړي. د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، په پاکستان کې افغان سفیرزاخېوال ویلی ویلی، د کابل او اسلام‎ اباد اړیکې وروسته تر دې ډېرې خړپړې شوې چې د فبروري په ۱۹مه د پاکستان د سند ایالت په لال شهباز قندز زیارت کې چاودنې دیر ملکی وکړی وژل شوی دی. داکترحضرت عمر زاخېلوال په اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون افغان محصلینو سره د لیدنې پرمهال ویلی، چې دغه غونده به راتلونکې میاشت کې جوړه شي، خو کره نېټه یې په ګوته نه کړه. په پاکستان کي افغان سفیر وای، چې دا ښه فرصت دی څو کابل پر اسلام آباد د لګېدلو تورونو شواهد د دې پلاوي مخ ته کېږدي. زاخیلوال د یادې غونډې ته ویلی، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه به خامخا ستونزې او خنډونه لري، خو دواړه ملتونه سره یودي. دی وایي چې د لندن د غونډې له پرېکړو سره سم به د پاکستان د پارلماني پلاوي تر سفر وروسته د پاکستان پوځي پلاوي هم کابل ته سفرونه پیل کړي. زاخېوال ویلي، افغانستان یو خپلواک هیواد دی، هیچاته به اجازه ورنه کړي چې خاوره یې دبل ګاونډي هیواد پر ضد وکاروي.
https://avapress.com/vdcewz8zvjh8exi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته