دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 115435
افغان ځواکونو د هلمند په موسی کلا کې ۲۵ وسله والو وژلي دي
په هلمند کې د ملي اردو مسوولين وايي؛ په موسى کلا ولسوالۍ کې ٢٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څه باندې ٣٠ نور ټپيان دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو په يوه اعلاميه کې ويلي چې يوشمېر وسله والو پرون په موسى کلا ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بريدونه وکړل چې وروسته په نښه کې ٢٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٣٢ نور ټپيان شول.

اعلاميه وايي، په دې نښته کې د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

په همدې حال کې د موسى کلا ولسوال محمد شريف وايي؛ د دې نښتې پر مهال د طالبانو له خوا يو توغول شوى هاوان پر يوه کور لګېدلى چې يوه اور او لور يې په کې وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexn8znjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته