دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 125939
سپينه ماڼۍ: پاکستان دي د ترهګرو پر وړاندې خپل عملیات رېښتني او جدي کړي
سپینې ماڼۍ له پاکستانه غوښتي، چې د ترهګرو ډلو پر پروړاندې دې خپل عملیات جدي او رېښتني کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده اليزابټ ټروډيو په واشنګټن کې ویلي، چې پاکستان اوس د دې چانس لري چې وښيي دوى د هغو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره څه کړي او يا کوي چې د سيمې امنيت ته يې ګواښ رامنځته کړى دى. هغې زياته کړه: ((ولسمشر اوباما هم څو ورځې مخکې له پاکستانه غوښتي چې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې د دغه هېواد له خاورې استفاده کوي، جدي اقدامات وکړي.))
پاکستان اوس د دې چانس لري چې وښيي دوى د هغو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره څه کړي او يا کوي چې د سيمې امنيت ته يې ګواښ رامنځته کړى دى.
امريکا دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز ويلي وو چې د افغان طالبانو پر ضد د طاقت او زور کارول د مسئلې حل نه دى. دا په داسې حال کې ده چې د چين، پاکستان، افغانستان او امريکا په ګډون د افغان سولې پروسې په څلور اړخيزو غونډو کې پرېکړه شوې وه چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، نو پاکستان به يې پر وړاندې جګړه پيلوي.
ولسمشر اوباما هم څو ورځې مخکې له پاکستانه غوښتي چې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې د دغه هېواد له خاورې استفاده کوي، جدي اقدامات وکړي.
ولسمشر هم څو ورځې مخکې د ملي شورا ګډې غونډې ته ويلي وو چې پاکستان پر خپلې يادې ژمنې عمل نه دى کړی او ترې يې غوښتي وو چې په دغه هېواد کې مېشت افغان طالبان او نورې ترهګرې ډلې وځپي. د سرتاج عزيز د تازه څرګندونو په غبرګون کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې پاکستان بايد حتمي د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي. د نوموړې په وينا، په خپله د پاکستان نا امني دغه هېواد او د ټولې سيمې لپاره يو ګواښ دى.
https://avapress.com/vdcexn8zojh8woi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته