دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 149636
د نورستان پر برګمټال ولسوالۍ سلګونو طالبانو برید کړی

د نورستان ولایت چارواکي وايي چې نن سهار وختي تر پنځه سوه وسله والو د برګمټال پر ولسوالۍ برید کړی.

د نورستان والي حافظ عبدلقیوم امریکا غږ ته وویل چې دغه برید د پاکستاني استخباراتو په مشرۍ پیل شوی چې سل کسان پکې د پاکستاني تقاعد پوځي افسران او جنرالان دي.

نوموړی وايي ګڼ طالب وسله وال په دغو جګړه کې تر اوسه وژل شوي دي.

والي وايي حکومتي غاړه هم مرګ ژوبله لري.

هغه وویل چې که څه هم طالبان دوه شپې وړاندې د افغان پوځ د هیلیکوپټرو په برید کې سخت مات شوي وو خو د پاکستاني استخباراتو په وسیله بېرته تقویه شول.

د نورستان امنیه قوماندان محی الدین سروري وايي چې افغان هوایي قواوې سیمې ته ور رسېدلي او بمبار یې پیل کړی دی.

نوموړی وايي چې طالبان یې په شاه تګ ته مجبور کړي او لا هم سخته جګړه روانه ده.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې دغه ولسوالۍ د تېرو څو ورځو راهیسې محاصره وه او بلاخره لوی برید یې وکړ.

برګمټال د نورستان په ختیځ کې د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ کرښې ته نښتې د چترال سیمی سره سرحد لري او حکومتي چارواکي وايي وسله وال د پاکستان له غاړې په اسانۍ سره تګ راتګ کولی شي.

لوګر کې د طالبانو مهم قوماندان وژل کیدل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پرون ماښام د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په یو برید کې، د وسله‌والو طالبانو مهم قوماندان قاري اسمعیل چې په میر محمدي یې شهرت درلود، وژل شوی دی.

له دغه وزارت څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې په دې برید کې درې نور طالب وسله‌وال هم وژل شوي دي.

د بیان له مخې، دغې ډلې په لوګر ولایت کې د تروریستي بریدونو په ترسره کولو کې مهم رول درلود.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexo8zpjh8epi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته