دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 94653
حامد کرزي تیره شپه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال ابراهیم رحیم پور سره کتلي
د افغانستان جمهوررییس حامد کرزي تیره شپه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال ابراهیم رحیم پور سره کتلي او د جمهوري ریاست د دوهم دورانتخاباتو او د سیمي د حالاتو په اړه خبرې کړي.
د جمهوري ریاست نه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ایران د جمهوري ریاست د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان د جمهوري ریاست دواړه دورې انتخابات ښه بللي او ټینګار یې کړی چې؛ د بریالي کاندید سره به خپلې ملګرتیا ته دوام ورکوي.
ولسمشرکرزي هم په تیرو کلونو کې د افغانستان سره د ایران د همکاریو مننه کړې او ایران یې د افغانستان یو ښه ګاوندی او دوست بللی.
ښاغلي کرزي ویلي، چې په تیره یوه لسیزه د افغانستان یوه لاسته راوړنه دا وه چې؛ د ګاونډیانو په ځانګړي ډول ایران سره یې خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcexp8o.jh8eni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته