دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۵۷
د مطلب کود : 126938
ملي تدارکاتو کمیسیون د اته اعشاریه پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۴ قراردادونه منظور کړل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون اونیزه غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه، چې په پایله کې یې د د اته اعشاریه پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۴ قراردادونه منظور شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون اونیزه غونډه پرون  ماښام په ارګ کې جوړه شوه، چې په پایله کې یې د د اته اعشاریه پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۴ قراردادونه منظور شول.
د منظور شویو پروژو په بسته کې نوي قرادادونه، د تدارکاتي پړاونو د بشپړولو پیل، د قېمت له زیاتوالي پرته او د قېمت له زیاتوالي سره د یو شمېر تېرو قراردادونو زماني تمدید شامل دي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې دمنظور شویو قراردادونو په بسته کې ۲۳ زیربنایي پروژې له هغې جملې څخه د کمال خان بند د دریم فاز جوړولو د تدارکاتو د پړاو د ترسره کولو پیل، د شاه او عروس بند د پاتې کار بشپړول، د پښتون زرغون ولسوالۍ د ابیاري او د اوبو منابعو د بیارغاونې پروژې ډیزاین او څارنه، د غور ولایت له کرمان څخه تر ګرماب پورې د سرک د لومړۍ برخې بیا رغاونه، د جوزجان ولایت له شبرغان ښار څخه تر درزاب پورې د اسفالت سرک بیارغاونه، د جوزجان ولایت له شبرغان ښار څخه تر درزاب ولسوالۍ پورې د اسفالت سرک دویمې برخې بیارغاونه، د دایکنډي ولایت له شهرستان څخه تر قناق کوتل پورې د سرک د لومړۍ برخې بیا رغاونه، د زابل ولایت له عمران کوټ څخه تر نوخیز پورې د اسفالت سرک بیارغاونه، د فاریاب ولایت له میمنې سرحوض څخه تر لولاش ولسوالۍ پورې د سرک د دویمې برخې بیارغاونه، له دایکنډي څخه تر شهرستان پورې له اسفالت فرش سره د سرک د لومړۍ برخې بیارغاونه، د بغلان ولایت د خوست او فرهنګ سرک د څلورمې برخې بیارغاونه، له بنګي څخه د تخار ولایت تر شکمش پورې د سرک د لومړۍ برخې بیارغاونه، د نورستان ولایت له دو اب څخه تر دهن پل پورې د سرک د لومړۍ او دویمې برخې بیارغاونه، د تخار ولایت له نهرچمن څخه تر نمک اب پورې د سرک د دویمې او دریمې برخې بیارغاونه، د جوزجان ولایت له شبرغان څخه تر درزاب ولسوالۍ پورې د سرک د دریمې برخې بیا رغاونه، د کندز ولایت د ارچي عمومي واټ څخه تر ارچي ولسوالۍ پورې د سرک د دریمې برخې بیا رغاونه، د لوګر ولایت تر سفید سنګ پورې د کابل ګردیز سرک بیا رغاونه، د سمنګان ولایت د نخچیر فیروز سرک د لومړۍ برخې بیا رغاونه، له شهرستان څخه تر دایکنډي پورې د سرک د دویمې برخې بیا رغاونه، د ننګرهار کانال د زیربنا د مشورتي خدماتو پروژه، د پلخمري الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د لین ډیزاین او ساختمان،  د غزني ښار د اسلامي ثقافت د مرکز احیا او د دارالامان ماڼۍ د احاطې پروژه شامل دي.

د قراردادونو په منظوري سربېره د پورتنیو پروژو زماني تمدید او د قېمت تعدیل، د ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ اجناسو پروژې او د چارو ادارې عمومي ریاست، د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو، کانونو او پطرولیم او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د اړتیا وړ اجناسو او خدماتو ځینې پروژې د منظور شویو پروژو بسته کې شامل دي. د یادونې وړ ده چې د ملي دفاع وزارت په پروژو کې د ۱۸۰ میلیون افغانیو په ارزښت سپما هم وشوه.

جمهور رئیس د زیربنایي پروژو له تصویب وروسته اړوندو وزارتونو له هغې جملې څخه پر فواید عامې او اوبو او انرژي وزارتونو ټینګار وکړ چې د دې پروژو د کار د پرمختګ په هکله په دوامداره توګه رسنۍ او خلک په جریان کې کړي.

جمهور رئیس غني همدارنګه څرګنده کړه، چې د دې پروژوباکیفیته تطبیق ته دې لازمه پاملرنه وشي او همدارنګه فواید عامې وزارت موظف شو چې د لویو لارو پروژو راتلونکي پلانونه منسجم کړي او راپور ورکړي، چې خلک د دغو برنامو په هکله په جریان کې شي.

محمد اشرف غني یادونه وکړه، د زیربنایي انکشافي پروژو د تحرک لپاره چې د خلکو په اقتصاد او ټولنیز وضعیت حیاتي اغېزې ولري د ملي یووالي حکومت رهبري کوښښونه دوام لري.

په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، د زیربنا په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار او د ملي تدارکاتو کمیسیون مسوولینو هم حضور درلود.
https://avapress.com/vdcexp8zvjh8woi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته