دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 152731
ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱،۶ میلیارډ افغانیو په ارزښت نوې پروژې منظور کړې

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشری د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه تیره ورځ په ارګ ماڼی کې جوړه شوه چې په ترڅ کې د ۱،۶ میلیارډ افغانیو په ارزښت ۱۳ نوې پروژې منظور شوي.

د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په منظور شویو پروژو کې د دایکنډي ولایت کیتي، خدیر او اشترلي ولسوالیو او د نورستان ولایت نورګرام، وامه او دوآب ولسوالیو او مرکز پارون د ښوونځیو لپاره د مېز او څوکیو تدارک، د کابل-جلال آباد لویې لارې د ۳۵ کیلو متره اساسي (دوراني) حفظ او مراقبت، او په هرات کې د سلما بند نښلونکی سرک شامل دي.

نورې پروژې چې په دغه غونډه کې منظور شول په کې په زابل کې د ۱۰۰ بستریز روغتون جوړول، د عامې روغتیا وزارت صحي تاسیساتو او روغتونو ته د درملو تدارک په مشروط ډول منظور شو، او په بدخشان او تخار ولایتونو کې د ولسي تړون برنامې د تطبیق لپاره د مشورتي خدماتو پروژه شامل دي.

ارګ مانی وایي، ملی تدارکاتو کمیسیون د کابل برېښنا ریاست اړوند د برېښنا شبکې ۳۰ پایو ټرانسفرمرونو تدارک، د ویني بانک د اړتیا وړ طبي او مصرفي موادو تدارک، کابل او هرات ولایتونو د روغتیا ملي ملاتړ برنامې لپاره د سټي سکن ماشینونو تدارک، د روغتیایي تاسیساتو لپاره د اعاشوي موادو تدارک، د افغانستان بانک د مالي څارنې لپاره د مشورتي خدمتونو پروګرام، او د ملي دفاع وزارت د اړتیا وړ کریډټ کارتونو د لېږد او بستر وړ ملحقاتو دوه قراردادونه هم منظور کړی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexw8zzjh8nfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته