دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 112131
دپاکستان پولیسو، د کراچۍ په ښار کی د چاودنی خبر ورکړ
د ډاون خبری ویب سایټ د رپوټ له مخی، د پاکستان پولیسو اعلان وکړ : د کراچۍ په ښارکی د تیری شپی د ځانمرګی چاودنی له کبله، دری تنه غیر پوځیان ووژل شول .
دپاکستان پولیسو همداراز زیاته کړه : یو پوځی هم؛ دکراچۍ په چاوده ژوبل شو.
د پاکستان د پولیسو له قوله؛ په کراچۍ کی چاودنه، د یو شمیر شکمنوکسانو د نیولو لپاره؛ د دی هیواد د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په جریان کی وشوه؛ او له هغه وروسته د یوې ډلی وسله والوکسانو، او پوځیانو ترمنځ سخته نښته وشوه . د یکشنبه په ورځ هم، د پاکستان پولیسو اعلان وکړ؛ چی د کراچۍ د محمود آباد د چانسار ګوټ په سیمه کی، د نشیی توکو د دؤو معامله کونکو ډلو په نښته کی، دری تنه ووژل شول .
له پاکستان څخه دیو بل خبر له مخی، د دی هیواد امنیتی ځواکونو نن، دکراچۍ د مومن آباد په سیمه کی د عملیاتو په سرته رسولو سره، یو ترهه ګر عامل وواژه . نور دری ترهه ګر هم، پرون د کراچۍ د اورنګی په سیمه کی، دامنیتی ځواکونو په وسیله ووژل شول .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcexw8zzjh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته