د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، امنیتي چارواکي وايي، افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال په یاد ولایت کې د داعش وسله والې ډلې یو مهم قوماندان نیولی دی.
د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال میرویس نورزي په دی اړه ویلي، چې افغان ځانګړو ځواکونو د بهرنیو ځواکونو د قاطع ملاتړ مأموریت په مرسته پرون د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر وسلهوالوهوايي عملیات ترسره کړي.
هغه زیاتیوی، چې ګډو ځواکونو پرون د یاد ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې پر داعش عملیات تر سره کړی.
سرچنیوی وایی، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې په دی ولایت کې د داعش وسله والې ډلې بنسټ اېښودونکی او عمومي قوماندان د خالد اخندزاده په نامه نیولی دی.
هغه ویلی، په یاد عملیاتو کې د یاد وسله والو د قوماندان ۵ نور ملګري هم نیول ژوندي نیول شوي.
خو تر اوسه وسله والو په دی اړه څه ندی ویلی