دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 101133
په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

دافغانستان د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ.
د پولیو د واکسین دا کمپاین په داسې وخت کې په ټول هیواد کې پیل شو چې د روان کال له پیله تر اوسه د د ماشومانو د ګوزڼ ۱۵ پیښې په هیواد کې ثبت شويدي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې دا کمپاین به تر درې ورځو دوام وکړي او د پنځه کلونو تر عمره شاوخوا اته ملیونه ماشومانو ته به په ټول هیواد کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ثریا دلیل د یکشنبې په ورځ د کمپاین د پیل په مراسمو کې وویل؛ دا واکسین به تر هر کوره ورسیږي او کوشش کوي چې د نړیوالې ټولنې په مرسته د پولیو ناروغي له دې هیواده ورکه کړي:
"دا واکسین د بدخشان څخه تر دایکنډي؛ د غور څخه تر خوسته او له کابل څخه تر زابله د پنځه کلونو څخه د کم عمره ټولو ماشومانو لپاره تطبیقیږي.
د عامې روغتیا وزرارت بلکې د افغانستان د حکومت یواځينی سراسري پروګرام همدا د پولیو تطبیق دی چې کور په کور او دروازه په دروازه ماشومانو ته رسیږي."
اغلې دلیل وايي، د ګوزڼ پیښې تر ډيره په سرحدي سیمو کې ثبت شوي دي او د نوموړي په وینا دلیل یې هم په هغو سیمو کې د نظافت نه مراعت او د لازمو روغتیايي خدماتو نه شتون دی.
د نوموړې په وینا، په راتلونکې کې هم د پاکستان سره په سرحدي ولایتونو کې د پولیو د پیښیدو ګواښ شته؛ خو دا وايي، دوی به په دې سیمو کې خپل خدمات ډير کړي.
په ورته وخت کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش چې د پولیو د واکسین د پیل په دې مرسمو کې یې برخه اخیستې وه؛ له خلکو وغوښتل چې د روغتیايې او پولیو ټیمونوسره په خپلو سیمو کې همکاري ډيره کړي: "زه په دې وخت کې له خپلو ټولو شریفو خلکو په خاص ډول د میندو او پلرونو، د قومي مشرانو، دیني عالمانو او ښوونکو څخه هیله کوم چې د عامې روغتیا وزارت د پولیو له ټیمونو سره د واکسین څاڅکو په تطبیق کې مرسته وکړي."
د عامې روغتیا وزارت هر کال دوه ځله پسرلني او دوه ځله د پولیو ضد واکسین د دوه ډوله نورو فرعي وکسینونو سره په ټول هیواد کې کم عمره ماشومانو ته عملي کوي.
د راپورونو له مخې نایجریا پاکستان او افغانستان هغه هیوادونه دي چې د نړی په کچه تر ټولو ډيرې د پولیو یا ګوزڼ پیښې لري.
د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي، چې تر څلورو راتلونکو کلونو پورې به پولیو په ټوله نړی کې ختمه شي؛ خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي؛ که د افغانستان سربیره په پاکستان کې هم د دې ویرویس په ضد سمه مبارزه پیل نشي نړیواله ټولنه نشي کولای چې تر ټاکل شوي مودې خپل هدف ته ورسیږي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcexz8zxjh87zi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته