دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 104914
محور ورځپاڼه: پاکستان واړه طالب جنګیالي را شړلي دي

دافغانستان د مرکزي ولایتونو کلي او کوڅې په هغو وزګارو طالبانو بیا ډکې شوې، چې له پاکستان څخه را شړل شوي دي. دوی وسلې نه لري او د ژمنیو حملو لپاره کوم پلان هم.
په پاکستان کې طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، یو شمېر طالب قوماندانان له وړاندې ای ایس ای له کورنیو سره یرغمل کړي، خو جنګیالي یې بې برخلیکه دي. په پاکستان کې ډېر وخت له ګرځېدو وروسته نه ورته ډوډۍ پیدا کېده او نه د شپې پناه ځای.
معلومات په ډاګه کوي چې د جنګ په لیکو کې په ښکېلو طالبانو معاشونه او تېل هم بند شوي دي. تر دې وړاندې هر طالب ته د میاشتې له لسو تر دېرش زره افغانۍ معاش، د ټلیفون کرېډیټ او د موټر سایکلونو تېل ورکول کېدل.

له پخوانیو ژمنیو موسمونو سره په تفاوت سږ په کلیو او کوڅو کې ډله، ډله هغه وزګار طالبان لیدل کېږي، چې له پاکستان څخه را شړل شوي دي. پخوا به هر ژمی دوی پاکستان ته تلل، اما په پېښور کې پر پوځي ښوونځي تر برید وروسته د وړو طالبانو ځالې ړنګې شوې او د دیني مدرسو زده کوونکي هم پسې اخستل شوي دي.
وزګار طالبان اوس یوازې د کلیوالو پېغورونه اوري، چې د بهرنیانو تر وتلو وروسته اوس له چا سره جهاد کوئ؟ اکثریت کلیوالو بې وسلې طالبانو ته له ډوډۍ او عشر ورکولو انکار کړی دی. پخوا دغه څه طالبانو په زور له کلیوالو ترلاسه کول.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړې جنرال نظیفه ذکي هم تائیدوي چې پاکستان واړه طالبان را شړلي او په کلیو کې وزګار طالبان د خپلو مشرانو امر ثاني ته انتظار وباسي: ((همدا نن په پاکستان کې له دیني مدرسو څه باندې ۱۰۰ بدخشي زده کوونکي را شړل شوي دي، دوی ماته راغلل او د مرستې غوښتنه یې وکړه. د دوی په را اېستلو خوښ یمه، ځکه د استخباراتي شبکو له دامه وژغورل شول، خو که د افغان حکومت په چوکاټ کې جذب نشي نو د سیمې د نورو استخباراتي ډلو ښکار به وګرځي.))
له پاکستانه د راشړل شویو طالبانو له ډلې یوه یې محور ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي، چې یو شمېر طالب قوماندانان د ای ایس ای له لوري یرغمل شوي دي او سږ ژمی لکه د پخوا په شان په پاکستان کې د عادي طالبانو ځای نشته.
د نوموړي په وینا، یرغمل شوي طالب قوماندانان د نوې لوبې لپاره ساتل شوي دي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې پاکستاني استخبارات کوربه وي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی حاجي سخي مشواڼی هم د افغانستان ختیځ ته د طالبانو را شړل تائیدوي، اما نوموړی دا یو جنګي تاکتیک بولي، چې په وینا یې پاکستاني استخبارات یې په سیمه کې د راتلونکي پروګرام لپاره عملي کوي: ((که په رشتیا هم پاکستاني استخبارات له افراطیت سره رښتینې جګړه کوي، نو بیا دې د هغوی پټنځایونه او روزنځایونه له منځه یوسي. افغان حکومت باید ونه غولېږي او په ګډو پرېکړو کې له هوښیارۍ کار واخلي.))
محور معلومات ترلاسه کړي چې سږ ژمی په دغو وړو طالبانو میاشتني معاشونه، د ټلیفون کرېډیټ او د موټر ساېکلونو تېل هم بند شوي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceze8zejh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته