دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 137819
د فراه خاک‎سفید ولسوال وژل کیدنه
د فراه ولایت د پولیسو ویاند، اقبال باهر وايي چې پېښه پرون سهار(سې‎شنبې، ۱۳۹۵ د سلواغې ۱۹مه) رامنځته شوې ده، او ښاغلی خالق د ریموټ کنټرول ماین چاودنې له امله وژل شوی.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : په فراه ولایت کې د ماین چاودنې له امله د یاد ولایت خاک‎سفید ولسوال، عبدالخالق خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د فراه ولایت د پولیسو ویاند، اقبال باهر وايي چې پېښه پرون سهار(سې‎شنبې، ۱۳۹۵ د سلواغې ۱۹مه) رامنځته شوې ده.
دی د پېښې څرنګوالي په اړه زیاتوي، کله چې ښاغلی عبدالخالق د سهار لمانځه څخه د کور پر لور روان وو، د ریموټ‎کنټرول ماین پرې چاودلی.
د برید مسوؤلیت په اړه کومې ډلې او چا څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcezf8zojh8xvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته