دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 115912
د پېښو پر وړاندې د چمتوالې بېړنۍ غونډه وشوه
د میدان وردګو والي په مشرۍ په دغه ولایت کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالې بېړنۍ غونډه نن د وږې په ۱۰مه نیټه د دغه ولایت په مقام کې وشوه،چې په کې د دغه ولایت د والي سربېره مرستیال والي،د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی وو.

د میدان وردګو ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې رئیس نجیب الله وویل دوی ۲۵۰ کورنیو ته خوراکي او غیرې خوراکي توکې چې په کې وړه،وریجې،غوړي او کمپلې شاملي دي،د طبعي پېښو د رامنځتته کېدو پر مهال د زیانمن کېدونکو کورنیو لپاره چمتو کړي .

نوموړی همدا راز زیاته کړه،په مرکز میدان ښار کې د سیلابونو له امله دېرش زیانمنو کورنیو ته یې خوراکي او غېرې خوراکي توکې هم چمتو کړي او په راتلوونکې ورځو کې به یې ورته ورکړي .

د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې د معلوماتو له مخې دوی په مرکز میدان ښار کې د سیلابونو د مخنیوي په موخه یو استنادي دیوال چې ۴۵ متره اوږدوالی لري د ګبیون له پروژې څخه یې چارې بشپړي شوي دي .

همدا راز د تېرې میاشتې په ترڅ کې د DRC ادارې له لورې ۶ کډوالو شویو کورنیو ته دیارلس،۱۳ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او د WSTA ادارې له لورې بیا په ۵۶۰ کډوالو کورنیو باندې خوراکي او غېرې خوراکي توکې ویشل شوي دي .

په ورته وخت کې د سرې میاشتې ادارې له لورې د تېرې میاشتې په ترڅ کې ۶۸ هغه کورنیو ته چې سیلابونو او جګړو له امله زیانمن او کډوال شوي وو،خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته شوې ده .

د عامې روغتیا ادارې د معلوماتو له مخې دوی به تېره میاشت کې د بېلابېلو پېښو له امله د ۵۸ ټپیانو درملنه په سیداباد،مرکزي بهسود او مرکز میدانښار کې ترسره کړې ده.

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د یادو مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې په ټاکلې وختونو کې یې زیانمنو او اړمنو کورنیو او ولسونو سره مرستې ترسره کړي دي ،

نوموړی همدا راز د غونډې ګډونوالو ته لارښوونه وکړه،چې مرستې باید مستحقو کسانو ته ورسیږي او په دغه برخه کې باید له پوره شفافیت څخه کار واخیستل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezn8zwjh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته