دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 139619
ولسمشر غنی: موږ د کار د نسل د بدلون شاهدان یو
د تخنیکی او مسلکی تعلیماتو موضوع باندی ناسته د محمد اشرف غنی په مشری پرون د ماسپښین مخکی په ارګ کی جوړ سو.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره او د ریاست جمهوری ارګ مطبوعاتی دفتر څخه په نقل سره، داکتر محمد همایون قیومی د ولسمشر ارزده مشاور د زیربناوو په چارو کی په دی اړه خبری کولو سره وویل، اته میاشتی مخکی د ولسمشر د مشوری په اساس په دی برخه کی ځینی پیشنهادونه مطرح سو چی د عملی کولو وروسته اوس ښه مرحلی ته رسیدلی دی.
هغه زیاته کړه چی کیفیت په مسلکی او زراعتی مکتبونو کی باید تر دی سطحه وی چی شاګردان د فراغت وروسته بازارته د کار لپاره جذب سی.
رحیل فرملی د معارف وزارت تخنیکی او مسلکی تعلیماتو معین هم وویل، زموږ ډیر تمرکز د افغانستان کار بازار اړتیا سنجی باندی دی او موږ پلان لرو چی څو مدل مکتبونه په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال کی جوړ کړو ترڅو د کار بازارته متناسب تخنیکی او تعلیمی نصاب عیار سی.
هغی زیاته کړه چی د کانکور په سیستم کی او مسلکی او تخنیکی تعلیماتو متقاضیانو جذب کی بدلون واردیږی او د استادانو لپاره جامع لایحه تنظیمیږی چی د فارغینو کار ظرفیت پر لوړوالی باندی به تاثیر ولری او جذب زمینه به په خصوصی سکتور کی مساعد کړی.
احمد فهیم ضیایی د زراعت او اوبه لګونی وزارت معین وویل، د زراعت وزارت آماده دی ترڅو درسی کریکولم په برخه کی تخنیکی او مسلکی معینیت سره مرسته وکړی. هغه زیاته کړه چی د زراعت او اوبه لګونی زراعت غواړی چی دزراعت په برخه کی فعال زده کړی نهادونو سره ډیره کاری اړیکه رامنځته کړی.
رفیع الدین ملکزی د ریاست جممهوری عالی مقام مشاور وویل، کارونه او خدمات باید استندرد وی او د کار مارکت ته باید ډیر توجه صورت ونیسی.
ولسمشر غنی وویل، باید مکتبونو او انستیتونو مدیرانو ته ډیر انګیزه ورکړل سی ځکه چی په تصمیم نیونه او اختیاراتو او مصوونیت کی آزادی مهم دی تر څو استازان وکړای سی په ښه زړه کار وکړی.
هغه زیاته کړه چی اوس موږ د کار د نسل بدلون شاهدان یو او دمکتب د مدیریت لپاره داسی کسان وګمارل سی چی لوړمدته نظر ولری.
ولسمشر فایبرنوری و ارزښت ته په اشاری سره وویل چی مکتبونه باید نوری فایبر سره وصل سی او زده کوونکی باید کامپیوتری زده کړو باندی مسلط وی. هغه ټینګار وکړ استندرد په مقرراتو، استخدام او زده کړه کی باید مراعت سی.
ولسمشر غنی وویل چی توانمنده کسان باید تحصیلی بورس ته واستول سی، حرفه ای تعلیمات باید انکشاف وکړی او هغه کسانو ته چی بیرته هیواد ته راګرځی هم باید تخنیکی او مسلکی تعلیماتو زمینه برابره وی.
https://avapress.com/vdcezo8zojh8xpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته