دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 95661
جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي جیمز دابنز سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي جمیز دابنز د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د انتخاباتو د ټولو رایو د بیا شمېرنې او تفتیش د جریان، ددواړوکاندیدانو ترمنځ د شویو مذاکراتو او وروستیو پرمختګونو په باب جمهوررئیس حامدکرزي ته معلومات ورکړل
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezp8o.jh8npi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته