دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 138313
د حکومت د نه پاملرنې پر لامل ۱۰۰ فابریکې تړل شوي
د صنعت کارانو ټولنه د صنعت کارانو په وړاندې د حکومت له بې پامۍ اندېښمن دي او وایي، چې همدا چاره د دې سبب شوې، چې په هېواد کې شاوخوا سل فابریکې وتړل شي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، صنعت کارانو ته د ځمکې وېش، د برښنا په بیه کې لږوالی، په صنعتي تولیداتو د مالیاتو لږول، په وارداتي توکو د ګمرکي تعرفي لوړوالی، صنعت کارانو ته د صنعتي بانک جوړول او له کورنیو تولیداتو استفاده په ټولو ادارو کې د ملي وحدت حکومت د مشرانو هغه ژمنې دي، چې له صنعت کارانو سره یې کړي دي.
د هېواد د صنعت کارانو ټولنې رییس سخي احمد پیمان وایي، دولت د دغو ژمنو په پلي کولو کې پاتې راغلی دی.
د نوموړي په وینا؛ که د برق اړتیا وه، د دې پرځای، چې ټیټه شي لوړه شوه، ټاکل شوې وه، چې صنعتکارانو ته ځمکه ورکړ شي؛ خو پخپل حال پاتې ده، صنعتي بانک جوړیدو، چې تر اوسه ترې خبر نشته، ټاکل شوې وه، چې پر وارداتي کالیو تعرفه لوړه شي؛ خو په خواشینۍ، چې په دې اړه هم څه ونه شول.
د لازمې برښنا او ځمکې نه شتون او پر داخلي صنایعو لوړې تعرفې د دې سبب شوې، چې کورني تولیدات شل سلنه لږ شي.
دغه صنعت کاران ټینګار کوي؛ حکومت نه دی توانیدلی، چې د کورنیو صنایعو د ملاتړ لپاره منظه تګلاره ولري.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې سوداګریز مرستیال باز محمد افسرزی وایي، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له ملي تولیداتو څخه د ملاتړ ځانګړې پالیسي نه لري. دولت له صنعتکارانو سره همکاري نه ده کړې. د هغه دولت له چارواکو څه ګیله، چې کورنۍ یې په بهر کې دی.
د هېواد د صنعت کارانو د سراسري اتحادیې مرستیال عبدالجبار ساپی وایي، ولسمشر ژمنه کړې وه ، چې د مرکزي بانک د رییس له ټاکلو وروسته به صنعتکارانو ته صنعتي بانک کوړوي؛ خو تر دې دمه دا کار نه دی شوی.
د یادونې وړ ده، چې همدا اوس په هېواد کې دوه زره سل کارخونې کار کوي؛ خو تېرکال سل کارخونې له کاره ولویدې او په وروستیو کې تېرو شل ورځو کې د کندهار ولایت شپږ نوي کارخونې تړل شوې دي.
https://avapress.com/vdcezv8zxjh8xxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته