دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 112212
عامې روغتیا وزارت د خیرخانې د ۱۰۲ بستیزه روغتون د بیړنې خونې ودانۍ پرانیستله
 د افغانستان د سلامی جهوری دولت د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د خپلو ژمنو د پوره کولو په لړ کې د کابل ښار د مرکزي روغتونونو د بیړنيو خونو څانګو د معیاري کولو په باب، نن د خیرخانې د ۱۰۲ بستریزه روغتون د بیړنې خونې څانګه یې د ټولو اړو طبی تجهیزاتو او سایلو په لروسره پرانیستله او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله. د یاد روغتون د بیړنې خونې څانګه په تیرو دریو میاشتو په بهیر کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت روغول شوی چې دامهال هیوادوالو ته په معیاری توګه د طبی بیړني خدمتونه وړاندې کوي.

د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز، د خیرخانې د ۱۰۲ بستریزه روغتون د بیړني خونې پرانیسته یې د روغتونونو د خدمتونو د کیفیت په ښه والي کې یو بل مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه: مونږ په عامې روغیا وزارت کې دې ته پوره ژمن یو چې د روغتیايي خدمتونو د ودې او پراختیا، د خصوصی روغتونونو د خدمتونو د سمون او د درملو د کیفیت د ښه والی په برخوکې لازم اقدامات او کړنې ترسه کړو او پدې برخو کې د خصوصی روغتیاي سکتور او اړوندو ادارو سره عملا په کار بوخت یو ترڅو په راتلونکي کې د روغتیايي باکیفیته خدمتونه ته هیوادوالو لاسرسی زیات کړو.

عامې روغتیا وزیر زیاته کړه چې د روغتونونو د بیړني خونو معیاري کول که څه هم دومري لوی کار ندی، خو لدي چې د بیړنیو پيښو ناروغان او ټپیان، د لومړي ځل لپاره دغو خونو ته راوړل کیږي، دهغوی د درملنې لپاره خورا زیات حیاتی رول او اهمیت لري او مونږ میله مندیو چې د خپلو روغتیايي شرکاوو په ګډه همکارۍ کې، په راتلونکي کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او پراختیا په دګر کې د سترو بدلونونو شاهد ووسیږو.

د خیرخانې د ۱۰۲ بستریزه روغتون د بیړنې خونې د پرانیستې د مراسمو په غونډه کې یو شمیر نورو کسانو په شمول د ملی شورا ځینې غړو او د سیمي مشرانو خبرې وکړې او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په وده کې او دغو خدمتونو ته د خلکو د لاسري د زیاتولو په برخه کې د عامې روغتیا وزیر له کړنو او هلوځلو څخه ستاینه وکړه.

یاده دې وي چې دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د خپلو کاري په لومړیو ورځو کې هیوادوالو ته ژمنه کړې وه چې په لومړي سرکې به د روغتونونو د خدمتونو د کیفیت په برخه کې په تیره بیا د روغتونونو د بیړنیو خونو د معیاري کولو په باب لازم اقدامات ترسره کوي چې دادی اوس مهال د کابل ښار د ۱۴ روغتونونو بیړنې خونې، په معیار سره سر، طبی بیړني خدمتونه هیوادوالو ته وړاندې کوي او لدې کار سره د کابل ښار ددغو روغتونونو د خدمتونو په کیفیت کې مثبت بدلون راغلی دی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezw8zwjh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته