دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 96381
۳۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کنړ، ننګرهار ،کندز، بدخشان ، سرپل، جوزجان ، کندهار ، ارزګان اوهلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۳۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۱۵ تنه ټپیان او۸ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې ، مهمات او چاودیدونکې توکې هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۷کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د بغلان ، فاریاب ، پکتیا، هرات او فراه ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcezx8o.jh8pvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته