۲۹ دلو ۱۳۸۸ ساعت ۸:۵۶

افغانستان ته به نور۳۰۰ میګا واټه برښنا را وارده شي

سرچينه : آوا

افغانستان ته به نور۳۰۰ میګا واټه برښنا را وارده شي
ښاغلي محمداسماعيل له تركمنستان څخه د وارداتي برېښنا په هكله وويل چې دا برېښنا لومړى د هرات ولايت او له هغې وروسته كابل او نورو ښارونو ته وركول كيږي.
Share/Save/Bookmark
د افغانستان د اوبو او برېښنا سرپرست وزير، چې په دې وروستيوكې له تاجكستان څخه هېواد ته راستون شوى، وايي چې له تاجكي چارواكوسره يي، د درې سوه ميګاواټوبرېښنا د رانيولو يونوى تړون لاسليك كړی دی.

د اوبواو برېښنا سرپرست وزيرمحمداسماعيل د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانوته وويل، چې د كندز او تخار د سب سټيشنونو له ترميميدوسره سم به ، له تاجكستان څخه د برېښنا د مزېو دغځولوكارپيل شي.

ده داهم وويل، هركال له تاجكستان، ازبكستان او تركمنستان څخه نهه سوه ميګا واټه برېښنا هېواد ته وارديږي:

"تاجكستان ته زموږ د سفر مقصد، د هېواد شمال او كابل ته د برښنا رسول و.

له تاجكستان سره د درې سوه ميګاواټو برښنا د واردولو يو تړون لاسليك شو
د دى برښنا د مزيو د غځولو چارې يوې هندي كمپنۍ ته د اوو ميليونو او اوو لكه ډالرو په بدل كې وركړل شوی دی."

افغانستان ته له ګاوڼدېو هېوادونو څخه د برېښنا واردول له څو كالو راهيسي دوام لري.

ښاغلي محمداسماعيل له تركمنستان څخه د وارداتي برېښنا په هكله وويل چې دا برېښنا لومړى د هرات ولايت او له هغې وروسته كابل او نورو ښارونو ته وركول كيږي.

خو ځيني خلك وايي، چې كابل ته رسيدونكي برېښنا، د ماشينونو او يو شمېر سب سټيشنونو د زړښت له امله، ضايع كيږي هم.

په دې هكله د اوبو او برېښنا د وزارت سرپرست وويل، چې د كابل د برېښنا د شبكو د نوېو كولو كار يي پيل كړى دى:

"د كابل په ښار كې د برښنا د رسولو شبكه څلوېښت كاله مخكې جوړه شوې وه، چې اوسمهال ترډېره حده له كاره لوېدلې ده.

د دى شبكې د نوي كولو چارې اتيا په سلو کې بشپړې شوي او ترراتلونكو پنځه مياشتو پورې به فعاله او خلكو ته به ارزانه او دوامداره برښنا وركړي."

دا وزارت دا هم وايي، چې د وارداتي برېښنا له زياتوالي سره به د هېواد په جنوب شرقي ولايتونو (( لكه خوست اوپكتيا )) كې هم د برېښنا ستونزه كمه شي.

خو كارپوهان وايي دولت ته په كارده، چې د وارداتي برېښنا ترڅنګ په هېواد كې دننه هم د برېښنا د توليد بندونو ته امكانات ومومي.

د مطلب کود : ۱۶۱۸۱
دوستانو ته ددې مطلب لېږنه
دوستانو ته ددې مطلب لېږنه
دمطلب دفايل موندل
دمطلب دفايل موندل
دچاپ وړ نسخه
دچاپ وړ نسخه