دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 138323
د طالبانو تشویق وسولی ته خپله لاره لری
شپږ اړخیزه ناسته د افغانستان د سولی په اړه د روسیی، چین، ایران، هند، پاکستان او افغانستان د نمایندګانو په شتون په مسکو کی جوړه سوه.
ددی ناستی اصلی موضوع د طالبانو هڅول او تشویقول د سولی لپاره وو. د مسکو په ناسته کی په دی پیغام سره شرکت وکړ چی منطقه ای هیوادونه د افغانستان د سیاست څخه د تروریزم په وړاندی ملاتړ وکړی او دهغوی اړیکه د کابل سره دولت محور وی.
اشرف حیدری، د افغانستان د خارجی وزارت استراتژی دفتر رئیس د افغانستان نماینده په دی ناسته کی وو.
ښاغلی حیدری په دی ناسته کی په خپلو خبرو کی وویل، د تروریسم د جدی تهدید په اړه افغانستان او منطقی ته هشدار ورکړ او وویل چی د افغانستان دولت هیله لری ترڅو ټوله منطقه ای هیوادونه د افغانستان د هڅو څخه د کامل امنیت د تامین لپاره ددی هیواد څخه ملاتړ وکړی.
لکه څنګه چی د مسکو د ناستی د خبرو څخه معلومیږی ددی ناستی مهم پیغام او نتیجه په اوسنی وضعیت کی، د طالبانو تشویقولو څرنګوالی د سولی لپاره او د افغانستان د وینی تویونی او جنګ څخه مخنیوی وو؛ هغه موضوع چی په حقیقت کی مشکل دی او د افغانستان په اصلی معضل باندی بدل سوی دی.
له بله طرفه د افغانستان او خلګو مشکل یواځی د طالبانو د سرسختی او مقاومت څخه د سولی په وړاندی نه دی؛ بلکه د نورو هیوادونو او دولتونو د په ویناوو کی د صداقت نشتونوالی هم د سولی په روند کی خنډونه رامنځته کړی دی.
پوهیږو چی د افغانستان په جنګ کی یو سرسخت او جدی طرف یو هم د پاکستان دولت دی؛ هغه دولت چی د مسکو د ناستی د رامنځته کوونکی څخه شمیرل کیږی او د روسیی دولت په دا آخیرو وختونو کی هم ښه اړیکه ورسره رامنځته کړی دی؛ هغه اړیکی چی ویل کیدلای سی طالبان محور وی تر دی چی افغانستان دولت محوره وی!.
داسی په نظر رسیږی چی روسیه او پاکستان او چین په دی آخیرو کی دی پایلی ته رسیدلی دی چی په منطقه کی دهغوی د منافع د تامین لپاره طالبان تر ټوله ښه وسیله جوړیدلای سی او په همدی اساس د طالبانو سره اړیکه رامنځته کړی دی او له دی لوری څخه هڅه کوی چی دولتونه لکه ایران او هند او افغانستان د طالبانو سره د اړیکی لپاره فکری قناعت ورکړی.
د روسیی او پاکستان او چین مقصد دادی چی د طالبانو څخه یو قوی او ماته نه قبلوونکی لشکر یا ډله جوړه کړی چی په افغانستان کی ځینی د خپلو ګټولپاره ځینی ګټه واخلی؛ تر څو دا ډله لومړی د امریکایانو او متحدانو د پرمختګونو په وړاندی ودریږی او په بل قدم کی په افغانستان کی ددی قدرتونو د ګټو ساتونکی د دولت او حاکمیت په دننه کی وی.
نو لیدل کیږی چی دا قدرتونه د خپلو د سولی ادعاوو تر شا په افغانستان کی، په حقیقت کی په دی هیواد کی د سولی او ثبات د رامنځته کولو په هڅه کی نه دی؛ ځکه که دا نیت یی درلودي وای نو لومړي به یی پاکستان ویلی وای چی د طالبانو د ملاتړ څخه لاس واخلی او د خپل نفوذ څخه په ګټه اخیستنی سره طالبان د سولی د مذاکری و میز ته هڅولی وای.
لکه څنګه چی ومو ویل د صداقت نه شتون والی دی چی د افغانستان خلګ د هر لوری ورسره مخامخ دی او دهمغو سوریو څخه هم وهل کیږی او زیان وینی او که د افغانستان په قضیه کی دخیل هیوادونه سوله غوښتلۍ وای، ټوله اطرافیان بیله استثناء د افغانستان د دولت نمایندی په وینا د مسکو په ناسته کی ګډون کړی وای، په یاد سوی ناسته کی غوښتل سوی وای او ټوله هم یو معقول او عملی اجماع ته د سولی او ثبات د رامنځته کولو لپاره په افغانستان کی رسیدله؛ خو لکه څنګه چی پوهیږو د صداقت نه شتون د افغانستان په قضیه کی، لوی مانع د افغانستان د سولی او ثبات د رامنځته کولو لپاره په هیواد کی دی.
حقیقت دادی چی د افغانستان په موضوع کی هر دخیل قدرت، لکه روسیه او امریکا او چین او پاکستان او هند او...، په افغانستان کی د سولی او ثبات د رامنځته کیدو غوښتونکی نه دی؛ بلکه هغوی په دی هیواد کی دخپل نامشروع ګټو د تامین په هڅه کی دی او اوس دا ګټه کیدلای سی د یو جنګی او بحرانی افغانستان سره تامین سی او یا هم په یو امن او آباد او آرام افغانستان سره؛ خو امن او یا ناامن افغانستان دواړه هیڅ توپیر د منفعت غوښتونکو قدرتونو لپاره نه لری؛ ځکه چی هغوی په هر حال کی خپل ګټو ته نظر لری او ارزښت ورکوی او د افغانستان دولت او خلګو او یا نورو ملتونو او دولتونو ته ارزښت نه ورکوی!.
نو سخیف او منحط سیاسی منطق ته په کتو سره چی د نړی پر دولتونو باندی حاکمیت لری او ټوله خپله بقا د نورو په فنا کی لټوی، داسی ناستی که په مسکو کی رامنځته سی که په بل هیواد کی، په دی باندی به قادر نه وی چی د افغانستان تړلی قضیه غوټه خلاصه کړی؛ یا که اوس زموږ سران او دولتمردان ځانته راسی او پرخدای او خلګو او بومی توانمندیو او خپل ملی توان باندی تکیه کولو سره؛ دا جنګ وهلی هیواد د نجات و سواحلو ته ورسوی او د بحران څخه یی وژغوری.
https://avapress.com/vdcf0cdymw6dmma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته