دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 96382
امریکا او لویدیځ د غزې په نسل وژنه کښې د صهیونیسټانو په جرم کښې شریک دي
د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو د کمیټې منشي امریکایان او لویدیځ حکومتونه د غزې د کلابندې سیمې په نسل وژنه کښې د صهیونیسټي رژیم د جرم اصلي شریکان وبلل.
محمد جواد لاریجاني تیره شپه له ایراني ټي وي چینل سره په ځانګړو خبرو کښې زیاته کړه: هغه هیوادونه چې د صهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي او په نیواکي ځمکو کښې یې د وسلو ګودامونه جوړ کړي دي، پکار دي د دغو وژلو ځواب ورکړي.
هغه په دې خبرې سره چې صهیونیسټي رژیم نن سبا له بل هر وخته زیات کمزوری شوی دی، وویل: صهیونیسټانو غوښتل چې د مقاومت توان له مینځه یوسي خو له مخکښې نه یې لاستره ماتې وخوړله.
ښاغلي محمد جواد لاریجاني په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د اسلامي نړۍ ستر او اغیزمن هیوادونه دې د غزې د محاصرې د ختمولو لپاره لاره خلاصه کړي، وویل: د اسلامي هیوادونو طاقت او قدرت بې ساری دی او مونږ ته پکار دي چې په اتحاد او یووالي سره صهیونیسټانو ته سخته څپیړه ورکړو او د دغه جنګ مخه ونیسو.
هغه وویل: صهیونیسټي رژیم مقاومت او د هغه ځواکونو ته د تاوان رسولو توان نه لري او په همدې وجه یې د بنسټیز جوړښتونو ورانولو او د بیګناه ښځو او ماشومانو وژلو ته مخه کړې ده او دا یو ستر بشري جنایت دی.
د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو د کمیټې مشر څرګنده کړه چې د ملګرو ملتو سازمان او امنیت شورا دې، دې چارې ته مخه کړي، د صهیونیسټانو جنګي جنایتونه حتمي او جوت دي او پکار دي د مختلفو تشکلونو، این، جي اوګانو او نورو سازمانونو لخوا ورباندې په نړیوالو محکمو کښې دعوه وشي او که دا کار وشي نو امریکا او نور ډیر اروپايي هیوادونه پکښې راګیریږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf0md1.w6dvcaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته