دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 99622
ملت ته د جمهوررئیس کرزی وروستۍ تلويزيونی وینا
د څښتن تعالی ډیر شکر ګزار یم چې ما ته یې د خپل هېواد او سرلوړي ملت د خدمت نیکمرغي را په برخه کړه.
دیارلس کاله د مخه کله چې د حکومت چارې ما ته را وسپارل سوې، د هېواد حریم مو د پردو د دسیسو ښکار وه. د دې خاورې خاوندان په خپل کور کې بې واکه وو او هر پردي خپل ځان ته دا حق ورکـاوه چې زموږ د هېواد په چـارو کې مداخـله وکړي.
د هېواد اقتصادي زیربناوې او دولتي بنسټونه ټول وران، ویجاړ وو. فقر،لـوږه،تبعیض، بی قانونۍ او د پردو سلطې زموږ خلک په خپل کور کې بې کوره کړي وو. باغونه مو د پردو په لاس سوزیدلي وو. لنډه دا چې د هېواد تاریخي او ټینګ حصار مو تر تاخت او تاز لاندې و. افغانستان نه بیرغ درلود،نه واحدې پیسې.
په داسې حالاتو کې زما لومړنۍ هڅه دا وه چې ګران افغانستان مو بیا د ټولو هېوادوالو کور سي او موږ بیرته د خپلې خاورې او خپل کور خاوندان سو.د دې وطن بچیان چې د هېواد د پیاوړو بنسټونو او ستنو د نړیدو شاهدان وو، د خپل کور د بیا جوړیدو لپاره سره ملګري شي او ټول هېوادوال د وطن د بازسـازۍ بار پر خپلو زخمي اوږو واخلي.
ګرانو هېوادوالو!
په تېروکلونوکې د خپلو خلکو د ټولو غمونو او ښادیو شاهد او شریک وم. کله چې مې د ترور او خارجي بمباریو له امله د هېوادوالو د درد او غم ږغ اوریـدلی،ځـان مې ور رسولی. د دایمي او سرتاسري سولې د استقرار لپاره مې ډیرې هڅې وکړې خو دا آرزو مو په بشپړه توګه لا تر اوسه متاسفانه سرته نه ده رسېدلې.
خویندو او وروڼو!
دا باید ووایم چې سوله مو هېواد ته حتماً راځي خو زموږ هڅه ده چې ژر تر ژره راسي او موږ ټول هېوادوال به د نوي جمهور رئیس او حکومت د سولې د هڅو په خدمت کې واوسو.
درنو هېوادوالو!
د انتخاباتي رقابتونو مرحـله تېره سوه او اوس د ورورۍ، همکـارۍ او د افغانستان خلکو ته د خدمت دوران دی. زموږ سرلوړی ملت د لا بهتر ژوند اوسوکالۍ مستحق دی. زه د ګران هېواد په بسیا، ترقۍ او خوشحـاله سبا بشپړ ډاډمن یم. دا هېواد تل د تاریخ له سترو آزمیښتونو بریالی او سرلوړ راوتلی دی. یقیناً چې له نن نه بهتره او سوکاله سبا به د دې وطن د خپـلو بچیانو په لاسـو جوړیږي. د دې عـالي هدف د تحقق لپاره باید ټول په یو زړه او یوه خوله له راتلونکي حکومت سره همکار سو او د بري لپاره یې زیار وباسو.
زه د هېواد له رسنیو، سیاسیونو او د افغانستان له ټولو بچیانو غواړم چې پدې لاره کې خپل ملي مسوولیت اداکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf0vd1.w6d10az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته