دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 98849

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې تېره شپه د عملیاتو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګدون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.
د امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې دغه عملیات د ګډو افغان ځواکونو له لورې د نرخ ولسوالۍ په شهاب الدین،قلعه سنګي،تیتمور او بادام سیمو کې ترسره شوي.
د دغه عملیاتو پر مهال د مصطفی او ملا ذبیح الله په نومونو د وسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو د وژل کیدو ترڅنګ د دوی ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي دي.
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf1cd1.w6dcjaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته