دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 108894
امریکا د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه وکړه
په لومړي سر کې داسې پریکړه شوې وه چې د افغان امنیتي ځواکونو شمیر باید لږ شي ځکه افغان حکومت به ونشي کړی چې په مالي لحاظ د دومره زیات شمیر عسکرو لګښت پوره کړي.

دا اعلان په هغه خبري کنفرانس کې وشو چې پرون د میرلینډ ایالت په کمپ ډیوډ کې جوړشوی و. پدې کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د د دفاع وزیر کارتر آشتن ګډون درلود. د دفاع وزیر آشتن وویل، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو محاربوي ماموریت پای ته رسیدلی خو د افغانستان سره زمونږ همکاري دوامداره ده.

" افغانستان سره زمونږ د ژمنو په لړ کې نن اعلان کوو چې د کانګریس نه به د 2017 کاله پورې د 352 زره افغان امنیتي ځواکونو د مالي لګښت د ورکولو غوښتنه وکړو.

په خبرې کنفرانس کې د پنځو مهمو پریکړو اعلان شو.

لومړی دا چې د افغانستان او امریکا تر منځ د دوه اړخیز دیپلوماتیک کمیسیون ملاقاتونه به د سره پیل کیږي. دا ملاقاتونه په 2013 کال کې بندې شوي و ، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل " د همدې کال په پای کې به افغانستان ته سفر وکړي او دا ملاقاتونه به د سره پیل کړي. "

دویمه ستره او مهمه پریکړه د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اصلاحاتو د پروګرام سره د هغو اته سوه میلیونه امریکایي ډالرو مرستو ژمنه وه چې د ښاغلي کیری په وینا، " دا به افغان حکومت پخپلو پښو ودروي. اداري اصلاحات به پرې راشي او هغه ژمنې به تر سره کړې چې د افغان ولس سره یې کړیدي. "

په غونډې کې همدرانګه پریکړه وشوه چېد وزیرانو په کچه به افغان او امریکایي چارواکي په امنیتي چارو کې د سلا مشورې د فورم غونډې پیل کوي. امریکا دغه ډول غونډې د خپلو نږدې ملګرو هیوادونو سره کوي. دا غونډې به د امریکا ددفاع وزارت په مشرۍ کیږي او د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه به پکې ګډون کوي.

امریکا همدارنګه د افغانستان د مالي سکتور سره د " تخنیکې همکارۍ" یو تړون هم لاسلیک کړ. د دې تړون له مخې امریکا د افغانستان د مالیې د وزارت سره د عوایدو په راټولو کې همکاري کوي.

دا تړون د افغانستان د مالیې وزیر اقلیل حکیمي او د امریکا د خزانې وزیر جک لو تر منځ د غونډې په پای کې لاسلیک شو.

په کنفرانس کې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه هم خبرې وشوې خو هیچا دا ونه ویل چې څومره عسکر به په افغانستان کې پاتې شي. د واشنګټن پر وخت سبا کله چې ولسمشر غني د ولسمشر اوباما سره ګوري، په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د پاتې کیدو مسله به هم روښانه شي. د امریکا د دفاع وزیر وویل " خو ولسمشر غني وویل د امریکا او افغانستان ملګرتیا د عسکرو د شمیر پر اساس نه بلکه د دوه اړخیزې همکارۍ پر اساس ده.

په کمپ ډیوډ کې افغان چارواکو د امریکایي جګپوړه چارواکو سره د امنیتي، اقتصادي، د طالبانو سره د روغې جوړې او سیمه ایزې همکارۍ په اړه هر اړخیز بحثونه درلودل.

د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د افغانستان او امریکا د اړیکو په اړه داسې وویل:

" زمونږ د غونډو او بحثونو نه معلومیږي چې اوس حالات څومره جدي دي او زمونږ اړیکې په خورا مهم پړاو کې دي. د افغانستان د ملي وحدت حکومت اوس د ټول افغانستان د امنیت ساتنې مسؤلیت لري"

په خبري کنفرانس کې افغان ولسمشر اشرف غني د هغو امریکایي عسکرو نه مننه وکړه چې په افغانستان کې یې خدمت کړیدی. د هغو اته سوه میلیونه ډالرو مرستې په اړه چې چې امریکا یې د ولسمشر اشرف غني د اصلاحاتو د پروګرام لپاره ورکوي، ښاغلي غني وویل چې د همدې مرستو په برکت به مونږ د افغان ولس هیلې پوره کړو.

" زه د دې مرستو هرکلی کوم، پدې سره به افغان ولس او حکومت وکولی شي خپل کور منظم کړي. مونږ به وکړای شو چې بودیجه د لومړیتوبونو پر اساس مصرف کړو، او د شفافیت لپاره به هغه ډول اصلاحات راوړو چې زمونږ خلک یې غواړي او حق یې هم دی.

ولسمشر غني د سولې په برخې کې وویل چې دا یو ضرورت دی ، هغه د ګاونډیو او سیمې د هیوادونو نه وغوښتل چې خپلې کړې ژمنې دې عملي کړي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د امریکایي چارواکو نه په مننې سره وویل چې " د ملي وحدت حکومت د افغانستان او امریکا د اړیکو نوی فصل دی. " عبدالله وویل امریکا زمونږ سره په سختو او او ښو کې ملګرتیا کړیده.

" د نننیو بحثونو او هغه څه چې په راتلونکو ورځو کې پرې خبرې کوو، مونږ به په ډاډ سره بیرته خپل ولس ته ورشو ، نور به هم هڅیدلي اوس چې داسې افغانستان جوړ کړو چې د خپلو انډیوالانو د اوږو بار نه وي، دیموکراتیک او د نړۍ سره تړلی افغانستان به وي. "
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1cdyjw6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته