دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 118596
"چین باید پر پاکستان فشار راوړي چې د ټروریزم له ملاتړه لاس واخلي"
دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د چین رول اساسي او مهم بولي او دغه هېواد د سیمې په سطح د تروریزم په وړاندې مبارزه کې اغیزمن ګڼي.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجراییه رییس په کابل کې د چین له مرستیال ولسمشر سره د لیدو پر مهال ټروریزم او بېلتون پالنه هغه ګواښونه وبلل چې د سیمې هېوادونه ورسره مخامخ دي او د دې ستونزې په هواري کې یې د چین رول رغنده وباله.

عبدالله عبدالله په تېره بیا له چین څخه وغوښتل چې له افغانستان سره مرسته وکړي؛ ترڅو ګاونډیان یې د سولې او ثبات په راوستلو کې د دغه هېواد لاس ونیسي او همکاري ورسره وکړي:

اجراییه رییس وویل: "چین د یوه داسې هېواد په توګه چې په سختو تاریخي پړاونو کې یې زموږ سره مرسته کړې ده؛ اوس هم کولی شي زموږ سره کار وکړي؛ څو د افغانستان ګاونډیان د دغه هېواد د خلکو د هیلو په پوره کولو کې چې ثبات؛ سوله او پرمختللی افغانستان دی؛ همکاري وکړي."

که څه هم ښاغلي عبدالله د کوم هېواد نوم وانخست؛ خو د اجراییه ریاست ویاند عبدالرحمن رحیمي تر کنفرانس وروسته خبریالانو ته وویل چې عبدالله عبدالله د چین له مرستیال ولسمشر سره په پرونیو خبرو کې وویل چې پاکستان د سخت دریځو وسله والو لپاره پناهځایونه جوړ کړي او د تروریزم په ملاتړ سره ملکي وګړو ته زیان رسوي.

ښاغلي رحیمي د عبدالله په حواله وویل چې چین باید پر پاکستان فشار راوړي چې د تروریزم له ملاتړه لاس واخلي.

تر دې وړاندې هم افغان حکومت په وار - وار پاکستان تورن کړی چې په خپله خاوره کې یې سخت دریځو وسله والو ته پناه ځایونه ورکړي او په افغانستان کې د هغوی د خونړیو بریدونو ملاتړ کوي؛ خو پاکستان دغه تورونه نه مني او وایي؛ دوی په خپله هم د تروریزم قرباني دي.

بل خوا د چین مرستیال ولسمشر "لي یوان چاو" په همدې کنفرانس کې له ټروریزم سره د مبارزې په برخه کې د چین لېوالتیا ته اشاره وکړه؛ خو په همدې وخت کې یې له افغانستان څخه وغوښتل چې د بېلتون پالنې په برخه کې د چین له مبارزو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ده وویل: "زه له دې سره موافق یم چې د ټروریزم پر وړاندې مبارزې په برخه کې باید همکاري لا ډېره شي. زموږ هیله دا ده چې د افغانستان حکومت د بېلتون پالنې پر وړاندې د چین له مبارزو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي؛ دغه راز چین هم لېواله دی چې له افغانستان سره د ټروریزم پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي."

چین په پرله پسې ډول د هغه څه نه اندېښنه لري چې دوی یې په لوېدیځې سیمې سینجیانګ کې افراطیت او بېلتون پالنه بولي. په دغه سیمه کې چې له افغانستان سره پوله لري؛ په دې وروستیو کلونو کې د ناکراریو له کبله سلګونه کسان وژل شوي دي. چین د افغانستان له امنیت سره په مرستې کې په حقیقت کې د خپل هېواد ثبات لټوي.

د چین مرستیال ولسمشر پرون د افغانستان او چین تر منځ د اړیکو د شپیتمې کلیزې په مناسبت کابل ته سفر وکړ. افغان ولسمشر اشرف غني هم له نوموړي سره د لیدو پر مهال وویل چې چین د افغانستان د سولې د راوستلو لامل دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcf1cdyvw6dyta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته