دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 107598
خوست: ګربز به د معیاري روغتیايي خدمتونو برخمن شي
دخوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې د ګربزو په ښارګوټي کې د بشپړ روغتیايي کلینیک له پاره د نوې ودانۍ په جوړولو سره به سیمه والو ته روغتیايي خدمتونه په معیاري او اساسي توګه وړاندې شي.
د پنجشنبې په ورځ د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر هدایت الله حمیدي، چې په ګربزو ولسوالۍ کې د روغتیايي کلینیک له پاره د نوې ودانۍ په پرانیستغونډه کې مشال راډیو سره خبرې کولې وویل، چې د دې ودانۍ پرانیستې سره به سیمه والو ته په روغتیايي خدمتونو کې ښه والۍ راشي:
″په دې کلینیک به هغه روغتیايي خدمتونه په معیاري شکل سرته رسیږي، په دې کلینیک کې به د نسايي ولادي، د ساري مرضونو همدارنګه د واکسیناسیونو خدمتونه او د دې تر څنګ به تغذیي مریضان دلته تداوي کیږي.″
د خوست د ګربزو ولسوالۍ په ښارګوټي کې د بشپړ روغتیايي کلینیک له پاره وداني، چې شپاړس میلیونه درې لکه افغانۍ لګښت پرې راغلی، د جاپان هېواد په مرسته جوړ شوی او د یو بشپړ روغتیايي کلینیک ټولې اسانتیاوې په کې موجودې دي.
د دې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي مشال راډیو ته وویل، چې په دې ځای کې د کلینیک له پاره د ودانۍ اړتیا زیاته وه او سیمه والو يې تل غوښتنه درلوده.
ده هیله څرګنده کړه، چې یاد کلینیک به سیمه والو ته ډېر ژر خپل خدمتونه پیل کړي.
د ګربزو یو تن قومي مشر خاکي محمد وویل، چې د دې کلینک په جوړولو سره به د دوی ډیری ستونزې حل شي، خو نوموړي وړاندیز وکړ، چې د ګربزو د ساحې پراخوالي ته په کتو باید ځنو نورو لیرو سیمو کې هم ورته کلینیکونه جوړ او خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندي کړي.
د حاجي ګل احمد په نوم د ګربزو یو قومي مشر وویل، چې پخوا دوی اړه وو، چې خپل ناروغان میرانشاه او یا د خوست ولایتي روغتون ته یوسي، خو په دې سره به يې نږدې د بیمارانو درملنه کیږي.
ده د جاپان او افغان حکومتونو له پاملرنې او مرستې هم مننه او قدرداني وکړه:
″په دې څلریشت بستریز کلینک کې به د ګربزو ستونزې مکملې حل شي، په تېر وخت کې مو ستونزې ډېرې وې، موږ به ناروغان میرانشاه ته بیول یا به مو د خوست شفاخانې ته بیول، اوس مو خدای ته امید دی، چې ستونزې مو مکملې حل شوې، موږ د جاپان حکومت او د افغانستان د حکومت نه ډېره ډېره مننه کوو.″
د یادونې وړ ده، ګربز د خوست په سویل ختیز لوري کې پرته سرحدي ولسوالي ده، چې د شمالي وزیرستان د میرانشاه او د کورمې سره په اوږدو ګډه پوله لري، د دې سیمې په ګلان کېمپ کې زرګونه وزیرستاني کډوال میشت دي، د دې ځای اوسیدونکو او وزیرستاني کډوالو رسنیو سره په خبرو کې ډېر کله د روغتیايي خدمتونو د ښه او معیاري کولو غوښتنې کړې دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf1edycw6dxta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته