دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 96409
نور: د رایو تفتیش به د طرزالعمل له مخې په شلو ورځو کې بشپړ شي
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي؛ که د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ټولو رای پاڼو تفتیش د دوی له طرزالعمل سره سم مخته ولاړ شي؛ نو دا بهیر به تر راتلونکو شلو ورځو پورې بشپړ شي.
د دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور نن په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې دوی به د دې هدف لپاره د تفتیش د کاري ټیمونو شمېر هم له دو سوو نه درې سوو ته پورته کړي.
نور دغه راز وویل، چې تراوسه شاوخوا درې زره صندوقونه تفتیش شوي دي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره هیله ښودلې وو؛ چې د رایو د تفتیش پیل شوی بهیر به بیا ونه ځنډیږي.
https://avapress.com/vdcf1jd1.w6dvxaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته