دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 113096
د افغانستان اسلامي جمهوریت او اروپایي ټولنې ترمنځ د بشري حقونو د لومړي ډیالوګ ترسره کیدل
د افغانستان اسلامي جمهوریت او اروپایي ټولنې د بشري حقونو په باب خپلې لومړنۍ خبرې اترې نن په کابل کې پیل کړې. دغه ډیالوګ د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني په پرانیستې وینا سره پیل شو. د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي مشري چې په جوړښت کې یې د وزارتونو د مرستیالانو په کچه غړي شامل وو، د بهرنیو چارو وزارت د اداري مرستیال جلالتمآب عتیق الله عاطفمل، او د اروپایي ټولنې د پلاوي مشري چې په جوړښت کې یې د سفیرانو په کچه غړي شامل وو، په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي او د پلاوي مشر ښاغلي فرانز مایکل میلبن په غاړه وه.
په دغو خبرو اترو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او د بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په برخو کې د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د همکاریو په باب د نظر تبادله وشوه.
په دغو خبرو اترو کې د ښځو او کوچنیانو د حقونو، د اعدام د سزا، ربړونې، عدالت ته د لاس رسي، د بیان د آزادۍ او د ټولنې د زیانمنوکسانو او معلولینو په ګډون، د بیلا بیلو موضوع ګانو په اړه بحث وشو. اروپایي ټولنې په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان اسلامي جمهوریت له اقداماتو څخه چې د ښځو لپاره د عمل ملي پلان او د سولې او امنیت او تاوتریخوالي پر وړاندې د عمل ملي پلان په برکې نیسي، هر کلی وکړ.
د افغانستان اسلامي جمهوریت خپلو ملي او نړیوالو مکلفیتونو عملي کولو ته ژمن دی. دغه ژمنه، په ملي کچه په اساسي قانون او بیلا بیلو قوانینو، پالیسیو او پلانونو چې د هیواد د اساسي قانون او د نړیوالو مکلفیتونو پر بنسټ تدوین شوي دي، په حکمونو کې راغلې ده.
د افغانستان اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي او د اړینو قضایي اصلاحاتو د راوستو په اړه خپله ژمنه بیاتازه کړه.
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ د پیاوړتیا په برخه کې د خپلې همکارۍ پر ژمنې ټینګار وکړ، او د افغانستان دولت یې د ربړونې پر وړاندې د کنوانسیون اختیاري پروټوکول تصویب ته وهڅاوه.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د اروپایي ټولنې ترمنځ د بشري حقونو د خبرو اترو په اړه راتلونکې غونده به په کابل کې په ۲۰۱۶ کال کې جوړه شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1mdyvw6dyxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته