دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 89579
د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د مجلس د رییس جان بوهنر په مشرۍ د دې مجلس د یو شمېر جمهوري غوښتونکو استازو یو هییت افغانستان ته راغلی دی.
د جان بوهنر دفتر د دوشنبې په ورځ وویل؛ د دې سفر هدف په افغانستان کې د یو شمیر امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو په اړه د استازو د مجلس ټینګار او په دې هیواد کې د ترسره شویو انتخاباتو ارزیابي ده.
افغانستان ته د امریکا د استازو د مجلس د مشر او ورسره ملګرو اوو نورو جمهوري غوښتونکو استازو دا دوه ورځنۍ سفر د یکشنبې په ورځ پیل شوی چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې د میشتو امریکایي سرتیرو، په کابل کې د امریکا له سفیر او په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ځواکونو له قومندان سره کتلي دي.
د جان بوهنر دفتر د دوشنبې په ورځ افغانستان ته د امریکا د استازو د مجلس د مشر او اوو جمهوري غوښتونکو غړیو د سفر په اړه وویل، د دې سفر هدف دا دی چې یو قوي او څرګند پیغام ورسوي او هغه دا چې، دا مجلس غواړي چې په افغانستان کې په مناسب شمیر امریکايي سرتیري پاتې شي.
په افغانستان کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو څرنګوالی د کابل او واشینګټن تر منځ د هغه دفاعي او امنیتي تړون له مخې ټاکل کې چې تر اوسه پورې یې ولسمشر حامد کرزي له لاسلیکولو ډه ډه کړې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf1tdc.w6d1eaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته