هندي رسنیو ویلي دي ټاکل شوې ده چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به راتلونکې میاشت افغانستان ته ولاړ شي.
هندي رسنۍ وايي، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي هرات ولایت کې د سلما بند د پرانیستلو په موخه به افغانستان ته ولاړ شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د چارواکو په وینا، د دغه بند کارونه د بشپړیدو په حال کې دي، د نوې دهلي په مرسته دغه بند جوړ شوی دی.
دغه سفر په ترڅ کې به د هند لومړی وزیر د افغان چارواکوسره هم وګوري.
ویل کیږي چې کابل ته د مودي راتګ نه وړاندې به د چابهار بندر موافقې لاسلیک لپاره به ایران ته سفر وکړي.
د ملي یوالي حکومت د رامنځ کیدو افغانستان ته د مودي دوهم سفر دی.
لومړی ځل د هند لومړی وزیر د پارلمان نوې ودانۍ د پرانیستو لپاره کابل ته راغلی وو، دا ځل د هندي رسنیو رپوټ له مخې مودي به له کابل څخه لیدنه وکړي او مستقیم پرواز يې هرات ولایت ته ځانکړې شوی دی.
سلما بند لویه پروژه د هندوستان هیواد افغانستان د بیا رغاونې لپاره ده چې د ۳۰۰ میلونو ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
دغې پروژې کارونه تیر کال پيل شوي وو، ټاکل شوي ده چې د مودي راتک سره به سم د دغه برښنايي پروژۍ کار رسمآ پیل شي.
وړاندې د هرات سیمیز چارواکو اعلام کړی وو چې د افغانسستان خلک وروسته له ۴۰ کلونو د دغه بند د کارونو دپیل شاهد وو.
د سلما دبند پروژه د افغانستان لومړي ولسمشر داوودخان له وختونو وه چې په ۱۹۷۶ د هندوستان هیواد په مرسته پیل شوي وه.
دغه پروژې کارونه چې په هیواد کې د ځينو جګړو له کبله ځنډيدلې وه، یو ځل بیا په ۲۰۰۵ کال کې پيل شوه.
د سلما بند ځيرمه ۲۰ کیلو متره طول،۳ کیلو متره عرض د ۶۴۰ میلیون متر مکعب د اوبو ظرفیت لري،
داسې ویل شوي دي چې د دغه بند د ځيرمې ډکول به ۹ تر ۱۲ میاشتو پورې وخت ونیسي.