دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 150392
۹،۹ میلیونه ماشومان د پولیو د له منځه وړلو په څلورم سرتاسري کمپاین کې واکسین شي

 د روان کال د پولیو د له منځه وړلو په څلورم سرتاسري کمپاین کې ټاکړ شوې ده چې شاوخوا ۹،۹ میلیونه د پنځو کالو کم عمره ماشومان واکسین شي او د ۲ کلنی نه تر ۵ کلنی پورې ۵،۹ میلیونه ماشومانو ته د کولمو د چنجیو ضد ګولی ورکړل شي. دغه کمپاین دعامې روغتیا وزارت له خوا او د یونیسف او د روغتیا نړیوالې ادارې په مرسته په ټول هیواد کې پیلي کیږي او د روانې اونۍ په دو شنبه پیل او تر جمعې ورځې پورې به دوام ومومي. یوازې د هلمند او کندهار په ۱۵ ولسوالیو کې دغه کمپاین څو ورځې وروسته پلي کیږي او همداراز شاوخوا ۱۴۴ زره ماشومانو ته لاسرسی په دې کمپاین کې تر دې دمه د امنیتی ننګونو له امله یقیني شوی نه دی.

ددې کمپاین د پرانیستې مراسم د افغانستان د کرکټ بورد سره په ګډه د کرکت د شپږیزې د يایلوبو د سیالیو پرمهال تر سره شو چې په هغې کې د هیواد ملی کرکټ ټیم نامتو لوبغاړو د ماشومانو په خوله کې د پولیو واکسین په څڅولو، ددې ناروغۍ سره په مبارزه کې خپل ملاتړ یوځل بیا څرکنډ کړل.
د عامې روغتيا وزير داکټر فیروز الدین فیروز په خپل ويدويي پيغام کې چې د کرکټ د پايلوبي په جريان کې نشر شو، د ديني علماوو، د ټولنې د مشرانو، معلمينو او استادانو تر څنګ په ځوانانو غږ وکړ چې د هيواد څخه د پوليو په له منځه وړلو او د ماشومانو په خوندي ساتلو کې د عامې روغتيا وزارت سره همکاري وکړي.

ډاکټر فيروز د پوليو د واکسيناتورانو هڅې چې د سختو شرايطو سره سره د هيواد ګوډ ګوډ ته د هر کور تر دروازي واکسين رسوي وستايلي، او له کورنيو يې وغوښتل چې د خپلو ماشومانو په واکسينولو سره له دوي سره مرسته وکړي.

په دې وروستیو کلونو کې، د پولیو د له منځه وړلو پروګرام په برخه کې، ددیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو، دمدني ټولنو غړو او د سپورټ لوبډلو په ګډون ولسي ملاتړ زیات شوی او هیله ده چې ددې ګډو هلو ځلو په پایله کې دغه لاعلاجه ناروغۍ له افغانستان نه ژر تر ژره ورکه شي.

ددې ټولو هلوځلو سره سره، امنیتي ستونزې ددې پروګرام په وړاندې لاهم یوه ستره ننګونه بلل کیږي او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ټولو ښکیلو خواوو څخه تل غوښتي چې ددې پروګرام په بې پیرېتوب ته په کتو، د پولیو واکسین کارکوونکو ته موقع ورکړي ترڅو د هیواد ټولو ماشومانو ته لاسرسی ومومي و د واکسین په دوو څاڅکو په ورکولو سره، هغوی ددې دایمي معیوب کوونکي او آن وژونکي ناروغۍ په وړاندې وقایه کړي.

عامې روغتیا وزارت، ددې څلورو سرتاسري کمپاینونو سربیره، د لوړ خطر سره مخ په سیمو کې نور اختصاصي یا فرعی کمپاینونه هم پلي کوي چې معمولا په هره میاشت کې د سویل او سویل ختیځ په ټولو ولایتونو کې، د ختیځ، شمال ختیځ او لویدیځ په ځينو ولسواليو کې په لاره اچول کیږي.

د افغانستان، پاکستان او نايجيريا نه پرته، د نړۍ په ټولو هیوادونو کې پولیو ختمه شوې او ددې ناروغۍ د بشپړه له منځه وړلو لپاره، نړیوالې هڅې روانې دي. ځکه ددې ویره شته که چیرې دغه ناروغۍ په بشپړه توګه د نړۍ له ټولو هیوادونو څخه ختمه نشي، ښايي د پولیو وحشي ویروس هغو هیوادونو بیا انتقال شي کوم چې ددې ناروغۍ څخه پاکې شوي دي.

د هیواد په ګن شمیر سیمو کې ددې ناروغۍ د وحشي ویروس له سرایت او خپریدو څخه مخنیوی شوی او یوازې د هیواد په یوه کوچنۍ نا امنه سیمه کې کلابنده شوې. په روان زیږدیز کال د پولیو ۶ پيښې رامنځته شوي چې ۲ پيښې په قندهار، ۲ پيښې په هلمند ، یوه پيښه په کندز او یوه وروستی پيښه په زابل کې ثبت شوې. په تیر زیږدیز کال کې د پولیو د پيښو شمیر په هیواد کې ۱۳ ته رسیده.

پولیو یوه ویروسی ناروغۍ ده چې د ماشومانو د تل پاتې فلج او معیوبیت لامل کیږي. ددې ناروغۍ ویروس د ناواکسین شویو ماشومانو له خوا خپریږي او دهغوی او د نورو ماشومانو د اخته کیدو لامل ګرځي. د پوليو ضد واکسين د ناروغو، ويده او نوي زيږيدلي ماشومانو لپاره په بشپړ ډول خوندي دی او دوی ته باید د کمپاین په هر پړاو کې ورکړل شي. ماشومانو ته ددغه واکسین ورکول ، د شرعي پلوه د افغانستان او دنړي د سترو دیني عالمانو لخو، حتمي او ضروري ګڼل شوی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1xdy0w6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته