دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 110099
جمهور رئیس غني د دوه ورځني رسمي سفر لپاره ایران ته روان شو
  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د دوه ورځني رسمي سفر لپاره د ایران پلازمېنې تهران ته روان شو.

د هېواد جمهور رئیس به د دغه دوه ورځني رسمي سفر په لړ کې د ایران د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس ډاکټر حسن روحاني او د هغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

همدا راز د دغه سفر په جریان کې به د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضورکې د افغانستان او ایران ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو لخوا لاس لیک شي.
له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په دغه سفر کې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال حاجي محمد محقق، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کانونو او پترولیم وزیر داوود شاه صبا، د کډوالو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي، د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي او د جمهوري ریاست د عالي مقام ویاند اجمل عبید عابدي ملګرتیا کوي.#
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1xdy1w6dyxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته