دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۹:۱۲
د مطلب کود : 100694
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو په چاروکې د پاکستان د صدراعظم میا نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز خپل حضور ته ومانه.
په هغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي مسایلو او په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین کې د پاکستان د رول او د سیمه ایزو موضوع ګانو په باب بحث او خبرې وکړې.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي څرګنده کړه چې د سولې او ثبات ټینګښت زموږ په لومړیتوب کې دی او موږ به هیڅکله هم اجازه ور نه کړو چې افغانستان د تروریستانو په پټنځایونو بدل شي او په دې اړه به له هیڅ ډول جدي اقدام څخه ډډه ونه کړو.
د هېواد جمهور رئیس په دې باندې په ټینګار سره چې موږ باید د سولې په اړه یوازې په خبرو اکتفا ونه کړو، څرګنده کړه چې اوس د سولې د ټینګښت لپاره د عمل وخت را رسېدلی دی . ده همدا راز وویل چې موږ باید پر یو بل باندې د تورونو له لګولو څخه ډډه وکړو او پخپلوکې د باور فضا رامنځته کړو.
ده وویل چې نن د دواړو هېوادونو په اړیکوکې نوې دریڅه پرانیستل شوی او هیله ده چې دغه نوې دریڅه په دروازې او بالاخره د همکاریو په دهلیز بدله شي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر ټینګښت باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د پاکستان سوداګر او پانګوال باید په هر وخت کې دا احساس کړي چې په افغانستان کې د هغوی د پانګونې لپاره فرصتونه موجود دي.
جمهور رئیس احمدزي وویل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او امنیتي اړیکو په اړه به زموږ وروستي اقدامات دا وي چې د دواړو هېوادونو پلاوي به په دوامدار ډول ګډې ناستې ولري.
په مقابل کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار د سیاسي واک د لېږد او په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو له امله د هېواد جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي ته مبارکي وویله او هغه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو نوی فرصت وباله او له افغانستان سره یې د پیاوړو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد علاقه مندي څرګنده کړه.
سرتاج عزیز د افغانستان له نوي حکومت څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ او د پاکستان د صدراعظم نیکې هیلې او بلنلیک یې جمهور رئیس احمدزي ته وسپارلو ترڅو په یو نیږدې او مناسب وخت کې پاکستان ته سفر وکړي.
په دغه کتنه کې دواړو لورو څرګنده کړه چې په راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو چارواکي د اقتصادي او امنیتي مسایلو په اړه دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1xdyjw6dxva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته