دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 101396
جمهور رییس غني د ترکمنستان او ایران د بهرنیو چارو له وزیرانو او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل

جمهور رییس غني د ترکمنستان او ایران د بهرنیو چارو له وزیرانو او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل.
د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د آسیا د زړه د بهرنیو چارو د وزیرانو د څلورمې ناستې ـ د استانبول د بهیر په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو برخوکې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړې توګه د انرژۍ، ترانسپورت، برېښنا او د پولو د امنیت په باب بحث او خبرې وکړې.
جمهور رییس غني ترکمنستان د افغانستان د خلکو نیک ګاونډی او ښه دوست وباله او په تېرو ۱۳ کلونوکې یې له افغانستان د هغه هېواد له رغنده مرستو څخه مننه وکړه.
محمد اشرف غني وویل چې افغانستان د هر هغه اقدام او هڅې هرکلی او بشپړ ملاتړ کوي چې وکولای شي زموږ سیمه لا ډیره متحده او یو موټې کړي.
په مقابل کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد یې چمتو دی افغانستان ته د خپلې برېښنا د صادراتو اندازه زیاته کړي.
نوموړي د خپل هېواد د جمهور رییس قربان قلي بردي محمدوف پیغام جمهور رییس غني ته و رسولو او هغه ته یې د ښاغلي قربان قلي بردي محمدوف لخوا بلنه ورکړه چې ترکمنستان ته سفر وکړي.
جمهور رییس غني له دغې بلنې څخه د مننې په ترڅ کې د ترکمنستان جمهور رییس ته هم بلنه ورکړه چې په یوه مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي.
همدا راز محمد اشرف غني د دغې ناستې په څنډه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي دن فلد او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره هم وکتل.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf1ydyvw6dxma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته