دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 96968
نواز شريف په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه رد کړل
د پاکستان صدراعظم نواز شريف د دې هېواد د ځينو سياسي ګوندونو له خوا د پاکستان په عمومي ټولټاکنو کې پر خپل ګوند مسلم ليګ (ن) لګېدلي د درغلۍ تورونه رد کړل او د دغو تورونو د څېړلو؛ د انتخاباتو د شفافيت او د روانو سياسي شخړو د هواري لپاره يې ددې هېواد د سترې محکمې تر څارنې لاندې د يوه خپلواک عدالتي کميسيون جوړولو اعلان وکړ.
نواز شريف د چهارشنبې په شپه تر هغې وروسته ملت ته ټلويزيوني وينا وکړه، چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک ګوندونو د روانې مياشت په څوارلسمه نېټه؛ د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ په پايتخت اسلام اباد کې د "ازادي" او "انقلاب" په نامه د پراخو مظاهرو اعلان کړى دى.
نواز شريف په داسې حال کې د تېر ٢٠١٣م کال د رايو د تفتيش لپاره د عدالتي کميسيون د جوړولو اعلان وکړ؛ چې د مخالفو ډلو مشران عمران خان او طاهر القادري دا انتخابات چې نواز شریف په کې ګټونکی شو؛ تقلبي بللي.
خو نواز شريف ملت ته د وينا پر مهال پر خپل ګوند لګېدلي د تقلب تورونه رد کړل او ويې ويل، چې د ٢٠١٣م کال انتخابات د نړېوالو څارونکيو په موجوديت کې ترسره شوي؛ چې دغو ټولو دا انتخابات شفاف بللي او د پاکستان په تاريخ کې څارى نه لري:
"د ٢٠١٣م کال انتخابات د لومړي ځل لپاره د ټولو سياسي ګوندونو له خوا په يوه خوله د ټاکل شوي انتخاباتي کميسيون له خوا ترسره شول او شاوخوا ٢٠٠ نړېوالو مبصرينو؛ ټلويزيوني چينلونه او خبريالانو دا انتخابات وڅارل او ويې ويل، چې دا انتخابات شفاف او له هر ډول درغليو پاک وو."
نوموړي همداراز د يوه کال په اوږدو کې د خپل حکومت د بريا او لاسته راوړنو يادونه هم وکړه او ويې ويل، چې تر راتلونکيو انتخاباتو مخکې به د انتخاباتو په قانون کې اصلاحات رامنځته کړي او د پارلمان د برلاسۍ لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
شريف زياتوي، حکومت يې د مخالفو ډلو له مشرانو سره هر ډول خبرو اترو ته چمتو دى؛ خو چاته به اجازه ورنه کړي؛ چې په پاکستان کې روان سياسي بهير له ستونزو سره مخ او د دې هېواد امنيت ته ګواښ پېښ کړي:
"موږ به چا ته اجازه ورنه کړو، چې په پاکستان کې انارشېزم خپور کړي؛ له اساسي قانون سره لوبې وکړي، رياستي نظام برمته کړي، په څرګنده په هېواد کې د وژلو او لوټلو درس ورکړي او همداراز هېچا ته به اجازه ورنه کړو؛ چې د مذهب په نامه د يو بل د وژنې فتوې ورکړي."
هغه زياته کړه، چې حکومت يې د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره ډېرى پروژې پيل کړي؛ چې د ځينو شرخوښو په دسيسو به يې نيمګړي پرې نه ږدي.
نواز شريف دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د نواز شريف پر مسلم ليګ (ن) ګوند د پراخو درغليو تور لګوي او د بيا انتخاباتو غوښتنه کوي.
که له يوې خوا نواز شريف د مخالفو ډلو د مشرانو له خوا د ٢٠١٣م کال په انتخاباتو کې تقلبي رايو د څېړلو او د روانو سياسي شخړو د هواري لپاره د يوه خپلواک عدالتي کميسيون د جوړولو اعلان وکړ، نو له بلې خوا عمران خان د چهارشنبې په شپه د پنجاب ايالت په لاهور ښار کې يوې خبري غونډې ته د وينال پر مهال د هغه دا وړانديز رد کړ او د نواز شريف د استعفا غوښتنه يې وکړه.
عمران خان وويل، چې دوى به په هر صورت کې د روانې مياشت په څوارلسمه نېټه په اسلام اباد کې پراخې مظاهرې وکړي او د خپلو غوښتنو تر منلو پورې به هلته پاتې شي:
"موږ به په هر صورت په څوارلسمه نېټه اسلام اباد ته لاړ شو او د يوې پراخې سوله ييزې مظاهرې په ترڅ کې به خپلې غوښتنې مطرح کړو. زموږ لومړۍ غوښتنه دا ده، چې د عدالتي کميسيون تر جوړېدو مخکې بايد نواز شريف له خپلې دندې ګوښه شي، تر هغې وروسته به موږ د عدالتي کميسيون پرېکړې ومنو."
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان مرکزي حکومت د اګست په ١٤مه نېټه د مخالفو ګوندونو د پلان شويو مظاهرو په خاطر په پايتخت اسلام اباد کې کلک امنيتي تدابير نيولي او ددې ښار ډېرى لويې لارې يې د خلکو پرمخ تړلي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfc1d1.w6dvvaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته