دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۸:۴۱
د مطلب کود : 108885
په غزنی ولایت کې د حقانی ډلي د وسلو او مهماتو د ۲ پټنځایونه کشفیدل
د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د بیلابیلو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د غزنی ولایت د ښار پښتون آباد او د اندړو ولسوالی د چهار دیوال له سیمو څخه د حقانی ترهګری ډلی د وسلو او مهماتو دوه پټنځایونه چې مولوی اسمعیل پورې اړوند وو، کشف او:

- «3» میله راکت انداز له 25 فیرو مرمیو او24 عددو حق السوق سره یې.

- «2» میل کلاشینکوف له 36 عددو شاژورونو سره یې.

- « 1» میل گرینوف.

- «1» میل پنځه ډزی توپک.

- «1» میل کره بین توپک.

- «13» کړۍ د وسایطو ضد ماینونه.

- « 75 » کیلو گرامه چاودیدونکي توکي.

- « 33» فیره د 82 ملی متری توپ مرمي.

- « 10 » فیره بم افگن ډوله مرمي.

- «4» پایي آیکم ډوله مخابري.

- «2» عدده دوربینونه او په سلګونو فیره مرمي او ډول ډول پوځي تجهیزات ترلاسه کړی دي.

د یادو وسلو او مهماتو په کشفیدو سره په غزنی ولایت کې د حقانی ترهګری ډلي د یو لړ ترهګریزو او ورانکارو کړنو مخنیوي وشو.
https://avapress.com/vdcfccdytw6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته