دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ دلو ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 25768
د کندهار په نننۍ حمله کې ۶۰ تنه مړه او ژوبل شول
راپورونه وايي چې تر حملې مخکې یو موټر، چې چاودونکي مواد پکې ځای پرځای شوي وو، وچاودول شو.
کندهار پرامنیه قومندانۍ د طالبانو په نننۍ حمله کې شاوخوا شپېته تنه مړه او ژوبل شوي. په وژل شویو کې پنځلس پولیس، یو عسکر(د ملي اردو) او نور ملکيان دي.

د کندهار د والي په وینا ټولټال یوویشت تنه وژل شوي دي.

نن غرمه وسله والو طالبانو د کندهار د امنیه قومندانۍ مخامخ د ودنو یو سالون ونیوه او له هماغه ځایه یې د راکټونو او کلاشینکوفونو په وسیله پر امنیه قومندانۍ، چې د سړک بلې غاړې ته موقعیت لري، ډزې پیل کړې.

راپورونه وايي چې تر حملې مخکې یو موټر، چې چاودونکي مواد پکې ځای پرځای شوي وو، وچاودول شو.



امنیتي مقامات وايي چې په چاودونکو موادو شپږ بار شوي موټرونه ځای پرځای شوي وو چې دوه یې چاودلي خو څلور نور شنډ کړای شوي دي.



طالبان وايي چې د دوی شپږ حمله کوونکي د واده سالون ته ننوتي وو خو پولیس وايي چې د حملې په پای کې ورته څرګنده شوه چې حمله کوونکي درې تنه وو چې دوه یې له منځه تللي او یو په ټپي حالت کې نیول شوی او اوس تحقیقات ترې روان دي.



د کندهار د میرویس روغتون مسوولان وايي چې دغه روغتون ته په وروړل شویو ټپیانو کې نهه تنه د یوه ښوونځي تنکي زده کوونکي دي.



روغتوني سرچینې همداراز وايي چې څوارلس ټپي پولیس هم وروړل شوي دي.



طالبان وايي چې شپېته تنه افغان او بهرني ځواکونه یې وژلي خو عیني شاهدان وايي چې په نننۍ حمله کې بهرنیانو ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.خو دغو ځواکونو د طالبانو د نننۍ حملې د ځپلو لپاره له افغان ځواکونو سره د هوا او مځکې له لارې همکاري وکړه.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfced0.w6dtvaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته