دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 134589
اسلام د فساد او فحشا سره مخالف دی نه د ښځو د حضور سره په اجتماع کی
اسلام د فساد او فحشا سره مخالف دی نه د ښځو د حضور سره په اجتماع کی د ( د اناثیه پولیسو د مشکلاتو د حل شورا او د کورنی مشکلاتو د حل واحدونو ) دوه ورځنی کنفرانس د ښځینه پولیسو د مشکلاتو د مشخصه کیدو په منظور په کاری ساحو کی او د حل دلارو پیداکول، اقتصادی ثبات، د هغه سیاسی او اجتماعی، د داخلی چارو د وزارت لخوا په کابل کی رامنځته سو. په یادسوی سیمینار کی دهیواد دری شخصیته د اناث د طبقی څخه خبری کړی دی چی لومړی جنرال(آغلی حکمت شاهی) د افغانستان د جندر د بشری حقوقو رییس، دوهم آغلی رولا غنی او آخری نفر هم آغلی فوضیه کوفی د ملی شورا د نماینده ګانو څخه دی. د حکمت شاهی خبری ډير آماری وو او په افغانستان کی د ښځینه پولیسو په وړاندی د خشونت په اړه دی. په ځینو خبرو یی توجه کوو: دی ته په کتو سره چی ۸۶ د ښځینه پولیسو شورا د ۱۶۶۶ غړو په درلودلو سره په ټول هیواد کی د ښځینه پولیسو د مشکلاتو لپاره منځته راغلی دی، خو تر اوسه هم ښځی په خپل کاری ساحو کی د ډیر خشونتونو سره مخ دی. د ځینو پرمختګونو په وجود سره، د تیر پنځه لس کالو په لړ کی د امنیتی خراب وضعیت په نسبت، فرهنګی او مرد سالاری د هیواد په مختلفو برخو کی، وضعیت تر اوسه هم خطرناک پاته سوی دی. په افغانستان کی سنتی فرهنګ، مردسالاری او همدارنګه فزیکی او روحی امنیت نه شتون په کاری ساحو کی، د ښځو د حضور مانع د هیواد د پولیسو په صفونو کی دی. آغلی غنی هم لاس و عصا ته وړی دی او د ښځینه پولیسو او دهغوی د مشکلاتو په اړه په افغانستان کی خبری وکړ: د هیواد دداخلی چارو وزارت مامور دی تر څو د ښځینه پولیسو د امنیت دتامین لپاره، خاص تدابیر تر لاس لاندی ونیسی. د ښخو استخدام د پولیسو په صفونو کی د قانون تطبیقول آسانه کوی او د ښځو د تلاش لپاره د ښځو د ماموریت بندیخانه او دهغوی احقاق او حقوق ضروری دی. خو هغه څه چی ډير دتوجه وړ ګرځی د آغلی فوزیه کوفی تند اظهارات او متخصصانه خبری دی چی دبرخشان د خلګو نماینده دی. د آغلی کوفی خبرو ته توجه کوو: د پولیسو په صفونو کی د ښځو داخلیدل دجاهلی سنت ماتول دی. ښځی نه باید یواځی د بندیخانی د ماموریت لپاره استخدام سی، باید دهغوی لپاره په لوړو سطحو کی فکر وسی. ښځی کولای سی د نارینه وو سره په مختلفو سطحو کی یوځای فعالیت ولری که څه هم په ځینی مواردو کی د نارینه وو څخه مسؤولانه عمل کوی. په هیواد کی د ښځو د ظرفیت د لوړلو لپاره د کورنیو ذهنیت سازی او همدارنګه سنت ماتونه یو جدی ضرورت دی او تر هغه وخته چی د مساجدو او منابرو څخه ښځینه پولیس تکفیر سی، د ښځینه پولیسو د پراختیا روند خپل سمری ته به ونه رسیږی. لازم دی چی د داخلی چارو وزارت د ښځینه پولیسو لپاره یو مخصوص شهرک رامنځته کړی تر هغوی وکولای سی په ښه توګه فعالیت وکړی. که څه هم په افغانستان کی د ښځو کارکول په سنتی اجتماع کی سخت کار دی، خو حداقل د ښځینه پولیسو لپاره د کار دمقدمی په عنوان، وظیفوی مصؤنیت او احترام د هغوی په کاری محیط کی یو جدی ضرورت دی. تر ټولو نه مخکی د جاهلی سنتونو او دینی او مذهبی زده کړو ترمنځ ډیر فرق سته. مسلمان انسان باید دا توان ولری چی جاهلی سنت د دینی او مذهبی مواردو څخه تفکیک کړی او ددی لپاره باید خاص او دقیق مطالعات وکړی چی متاسفانه زموږ لوړ پوړی مقامات که نارینه وی که ښځینه، ددی مطالعاتو او معلوماتو څخه بی برخی دی!. باید لوړ پوړی خلګ خپل ځینی وخت د دینی او مذهبی زده کړو لپاره اختصاص ورکړی؛ ترڅو مسایل خراب نه کړی او په نتیجه کی په قضاوت کی د غلطیو سره مخ نه سی. لکه څرنګه چی ټوله دین پوهان پوهیږی چی د اسلام دین یو پویا دین دی او دهر وخت او زمان سره سمون لری او د ښځو او نارینه وو لپاره هم مخصوص حریمونه او معیارونه لری. لکه څنګه چی معروف دی په قرآن کریم کی هم یو آیت وجود لری؛ اسلام د فحشا او فساد سره مخالف دی او هیڅ وخت اجازه نه ورکوی چی په ټولنه کی فساد او اداری فحشا او اخلاقی فساد رامنځته سی. اسلام وایی لومړی دباندنی محیط د ښځو لپاره دهر لحاظه امن او باثباته کړی؛ تر څو د هر خوا څخه؛ مالی، ځانی، او هم ناموسی خوا څخه په امنیت کی پاته سی او ناپاک کسان دهغوی مزاحم ونه ګرځی، هغه وخت اجازه لری چی مسلمان ښځی چی هر یو ستاسو د مسلمانانو د نوامیسو څخه شمیرل کیږی، اجتماع او اجتماعی چارو ته وارد کړی. یعنی لومړی ټوله محیط سل په سله اسلامی سی؛ تر څو چی ښځه او نارینه په امن کی وی او ښځه او نارینه ټول په خپل کارو کی په کار مصروف وی. خو پوښتنه دادی چی آیا زموږ ټولنه د ښځو لپاره د ټولنی د کارو لپاره آماده دی او د ټولو نه مهم، آیا زموږ د پولیسو او اردو نهادو او ارګانونه تر هغه فرهنګی او اسلامی او اخلاقی حده پوری رسیدلی دی چی متدین ښځی په راحته زړه وکولای سی په دی نهادو کی ثبت نام وکړی او دهغوی کورنی هم وکولای سی په آرامه زړه هغوی ته و پولیسو نهادونو اسلامیزه کیدو لپاره ګام پورته کړو او دهغه وروسته خپل خوندی او ښځی د پولیسو د صفونو لپاره تشویق کړو؛ ځکه چی د هغه بغیره، په خپل لاسو هغه معصومان دفساد او فحشا لاس ته ورکوو.
https://avapress.com/vdcfcjdy1w6dmta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته