دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 97688
فیلډمن: امریکا په خپل وخت د افغانستان د انتخاباتو د تفتیش د بشپړېدو غوښتنه کوي
تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ډن فیلډمن د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته له رسېدو سره سم وویل چې د امریکا متحد ایالتونه په خپل ټاکلي وخت د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د تفتیش د بهیر د بشپړېدو غوښتنه کوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د ښاغلي فیلډمن له رسېدو وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی د دې لپاره کابل ته تللی چې د افغانستان د انتخاباتي بهیر د ملاتړ لپاره د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وروستی سفر او ټېلفوني خبرې تعقیب کړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي په خپل وخت د افغانستان د انتخاباتو د بهیر د بشپړېدو او د پایلو د اعلانېدو پر ضرورت ټینګار وکاوه او ویې ویل چې باید د ملیونونو افغانانو رایو ته درناوی وشي او د هغو پر اساس په افغانستان کې مشروع او د ملي یووالي حکومت جوړ شي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي چې د رایو د تفتیش او ابطال له پروسې د دواړو انتخاباتي ټیمونو د څارونکو له وتلو وروسته ډېره هیله لري چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې به ژر څرګندې شي.
وروسته له دې چې د عبدالله څارونکو د رایو د باطلېدو بهیر بایکاټ کړ، ملګروملتو د اشرف غني احمدزي له څارونکو هم وغوښتل چې په دې پروسه کې ګډون ونه کړي.
اوس د یوناما، نړیوالو څارونکو او د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون تر څارنې لاندې د رایو د باطلېدو بهیر دوام لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfcvd1.w6decaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته