د
افغان غږ خبری آژانس غږ (
افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :
د خوست مدني فعالان وایي، دلته له بشري حقونو ځینې سرغړونې پټې پاتې کېږي چې له امله یې د پېښو په ګراف کې هم لوړوالی راځي.
د پوهنتون استاد هلال ارشاد وايي:”خوست ولایت ډېر نفوس لري له همدې کبله بايد چې دلته د بشري حقونو د کميسيون څانګه پرانستل شي ترڅو له بشري حقونو سرغړوونکي په کې ثبت کړل شي او داسې پېښې پټې پاتې نه شي.”
مدني فعال نجیب الله الوخېل وايي: “خوست ګڼ نفوسه ولایت دی، دلته په لرو پرتو سيمو کې خويندې له ډېرو محروميتونو سره مخ دي، نو دلته د بشري حقونو سيمه ييزې څانګې ته ډېره اړتيا ليدل کېږي.”
په خوست ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټ فعالیت کوي. د دغه بنست ولایتي مسؤل بوستان وليزی هم د بشري حقونو سرغړونې پېښې زیاتې بولي: “په خوست کې د بشري حقونو د سيمه ييزې څانګې پرانستل ډېر اړين دي.”
له بلې خوا په سویل ختیځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند عادل عزيزي وایي: “په دې اړه مو مرکزي دفتر ته څو ځلې وړانديز کړی خو تر اوسه یې منظوري نه ده راغلي.”
کتونکي په دې باور دي چې که په خوست کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون څانګه پرانستل شي، نو له یوې خوا به د زور زیاتیو پېښې ثبت او مسولو حکومتي بنسټونو ته ورسېږي او له بلې خوا به د تاوتریخوالي په کابو کولو کې اغېزناک تمام شوی وي.