دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۱۶
د مطلب کود : 150383
دولتی قوم پالنه؛ د قوم پالنې څخه لوړ ښودنه

 

 

 

اشرف غنی؛ ولسمشر د یو سند محتوا د ( قوم پالنی لارښودنه) په نامه چی د ریاست جمهوری یو مهم نهاد څخه درز کړی دی، تاثر آوره بللی او ستری محکمی ته امر کړی دی ترڅو د هغه په اړه څیړنه وکړی.

د ریاست جمهوری په خبرپاڼه کی راغلی دی: ولسمشر غنی د هیواد ستری محکمی ته آمر کړی دی ترڅو په دی اړه هراړخیزه څیړنه وکړی او ددی خراب کار عاملین په وړاندی اقدام وکړی او د اساسی قانون د احکامو په ړڼا کی د هغوی سره چلند وکړی.

دا غیری رسمی سند د ( هغه کارونه چی باید ترسره سی)، ترنامه لاندی د هغه لارښوونو درلودونکی دی چی څنګه پښتون قوم ډیر کارمندان په بیلابیلو برخو کی او باور او اعتماد وړ کسان د ریاست جمهوری په کلیدی ادارو کی ځای پرځای کړو.

دا سند د یو تلګرام ګروپ له لوری، د ثواب الدین مخکش؛ د چارو اداری ارشد کارمند له لوری د ۱۸۳ کارمندانو ظاهرآ منځنۍ رتبی کسانو سره شریک سوی وو.

د ولسمشر غنی غبرګون بی له شکه، د ښو خبرو څخه دی.

هغه د هیواد لمړۍ مقام په حیث او د ټولو څخه مهم چی د قوم پالنی لارښود کی د هغه څخه مستقیمآ نوم اخیستل سوی دی او د ټولو څخه مهم چی پشتون قوم پوری اړه لری، باید په دی اړه هیلو ته ځواب ورکړی وای او ثابت کړی وای چی د ملی وحدت حکومت مشر په حیث، اجازه ورنه کړی چو څو کسان د پشتون قوم په نامه، د قدرت څخه د ځان لپاره ګټه واخلی.

په دی حال کی، د منتقدانو په باور، د مخکش محاکمه، یواځی کیدلای سی چی د دولتی قوم پالنې درولو لپاره د کار شروع وی.

لکه څنګه چی په ډیرو سیاسی غبرګونونو او رسنیو کی هم غبرګون ښودل سوی دی چی مخکش یو کس نه دی بلکه یو جریان دی، یو فکر دی، یو پلرنۍ کلتور دی، قدرت او حاکمیت ته یو سیاسی نظر دی، یو فاشیستی انحصارپالنی ایده دی چی د سیاسی تاریخ او سیاست سل کالو کی ریښه لری.

د افغانستان لویو مشکلاتو څخه نن، په دی هیواد کی د امنیت او اقتصاد او پراختیا او دولت داری او سیاست لویو برخو کی همدا فکر پراختیا دی.

نو د مخکش محاکمه کیدلای سی د تاریخ په یو مبدا باندی بدل سی او یو سیاسی او ټولنیز انقلاب په دولتی نهادونو کی رامنځته کړی چی په نتیجه کی یی سیاسی عدالت او ټولنیز عدالت په سیاست او قدرت کی رامنځته سی. دا انقلاب او بدلون باید د ورور ګلوی او برابری او عدالت او وحدت ښودونکی وی او په افغانستان کی د ټولو قومونو او مذهبونو سیاسی او فکری نحلونو لپاره لاره خلاصه کړی او د یو قوم برتری غوښتنی ته پای ټکۍ کیږدی.

دا یو استثنایی فرصت دی ترحو غنی په یو ملی لوی قهرمان بدل کړی چی تاریخ ورڅخه په ښه نامه یاد کړی.

هغه دیو پشتون په حیث چی د سیاسی قدرت په راس کی هم قرار لری، بی له شکه، ددی مقصد تحقق لپاره یو لوی امکاناتو درلودونکی دی او که وغواړی اواراده وکړی یو انقلابی اقدام سره، یو داسی افغانستان منځته راوړی چی قوم پالنه او تبعیض څخه خالی وی؛ هغه افغانستان چی د ټولو مذاهبو او قومونو یو هنداره وی او په هغه کی، هیڅ قوم د بل څخه لوړ ونه بلل سی او یواځی ښایستګی، تحصیل، تعهد، تخصص او وطن ته صادقانه خدمت، معیار وی.

دا په داسی شرایطو کی، یو خوب بلل کیږی؛ خو که اراده وسی، حقیقت ته بدلول یی کوم سخت کار نه دی.

 

https://avapress.com/vdcfcxdymw6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته