دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 149970
افغان ځواکونو کندهار کې هوایي عملیات پيل کړي درنه مرګ ژوبله یې اړولې
د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دغه ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د هوایي هملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمیر وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دغه ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د هوایي عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمیر وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دا عملیات نن (یکشنبې د وږي۲۶تمه) له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې پيل شوي دي.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني ویلي چې په دې عملیاتو کې تردې مهاله ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي چې درې لوړپوړي قومندانان هم پکې شامل دي.

د ښاغلي دراني په وینا عملیات په سیمه روان دي او پلي ځواکونه هم د تیارسۍ په حال کې دي.

کندهار د هیواد په سویل کې هغه ولایت دی چې وسله وال مخالفین یې په ځينو ولسوالیو کې پراخ فعالیت کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبر آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfe1dyxw6dj1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته