دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 118479
د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۳۴۳ ملیونه افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه منظور کړل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون تېر ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د وزارتونو او حکومتي ادارو اړوند د ۲۵ تدارکاتي موضوعاتو او قرارداونو په هکله بحث وشو، چې د ۳۴۳ ملیونه افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه تائیدشول. له هغې جملې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په قراردادونوکې ۱۴ ملیونه افغانۍ سپما وشوه.

د ملي تدارکاتو کمیسیون د عامې روغتیا وزارت اړوند د معتادینو لپاره د روغتیایي خدماتو او د سوداګري وزارت اړوند د سوداګري او پانګونې چاپیریال د برابرولو او پیاوړتیا د پروژو د تدارکاتي پروسې د پیلولو وړاندیزونه تائید کړل. همدارنګه ملي تدارکاتو کمیسیون د کرنې او مالدارۍ وزارت د ۶۰۰۰متریک ټنه غنمو د اصلاح شوي تخم د تدارک او پېرېدلو پروسې د پیلولو وړاندیز هم تائیدکړ.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د عامې روغتیا وزارت ته په ټینګار وویل، چې معتادینو ته د روغتیایي خدماتو د برابرولو د پروسې دوامداره څارنه وکړي او د اغېزو په هکله یې کمیسیون ته معلومات ورکړي.

جمهور رئیس غني همدارنګه د سوداګرۍ وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د سوداګري او پانګونې چاپیریال د برابرولو او پیاوړتیا د پروژې په برخه کې د محسوسو او عملي پایلو کاري لایحه ترتیب او تطبیق کړي، تر څو په پام وړ برخو کې عملي او واقعي اصلاحات رامنځته شي.





په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو هم حضور درلود.

د ملي تدارکاتو کمیسیون په ۲۷ غونډو کې د ۶۳،۵ ملیارده افغانیو په ارزښت ۳۸۰ قراردادونه منظور کړي دي او په پایله کې ۹ملیارده افغانۍ سپما شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfecdy1w6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته