دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 108975
اجرائیه رئیس د کابل د تیري ورځي ترورستي پېښه وغندل
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس داکټر عبدالله عبدالله د کابل ښار په دوهمه حوزه کي د تیري ورځي ترورستي پيښه په کلکه وغندل.
په دغه موټر بم ځانمرګي برید کي، چي تېره ورځ د خلکو دښمنان وکی، ۷ تنه شهیدان او د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۳۱ نور زخمیان سول.
اجرائیه رئیس د پېښي شهیدانو ته د فردوس جنت او زخمیانو ته د عاجلي شفا دعا وکړه.
هغه پرونۍ برید د افغانستان د هغو قسم خوړلو دښمنانو کار وباله، چي د پردیو بادارانو مزدوري کوي او د هغوی د خوشحالولو لپاره افغان ملت د غم پر ټغر کښينوي.
نوموړي امنیتي ارګانونه ته وظیفه سپارلې، چي نه یوازي د پيښي د عاملینو په موندلو پسي جدي تحقیقات وکړي، بلکه د مسؤلو ادارو په توګه د خلکو د ساتني لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.
اجرائیه رئیس د کابل د تیري ورځي، دوې ورځي مخکي د وردګو او غزني په ولایتونو کي ورته ترورستي پيښي د سولي خبرو لپاره د جدي ګواښونو په توګه یادي کړې او مخالفي ډلي یې د عواقبو مسؤلي وبللې.
ډاکټر عبدالله له مخالفینو وغوښتل، چي نور د بې ګناه خلکو وژني بس او د سولي لپاره کار کول پیل کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfecdytw6dx1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته