دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 113474
لوبو ته د ځآنګړې پاملرنې ژمنه وشوه

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د دغه ولایت د بدني روزنې امر عین الله حقبین په مشرۍ د یو شمېر لوبغاړو سره د لیدنې په ترڅ کې چې نن ( سې شنبه) د ولایت په مقام کې ترسره شوه،ژمنه وکړه،چې لوبو ته ځآنګړې پاملرنه وکړو .
نوموړی وویل د لوبو له امله د افغانستان بېراغ د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې ځلیدلې او په همدې موخه،چې د میدان وردګو ولایت په ځوانانو کې جذبه،تقوا او روحي روغتیا ولرو،نو لوبو ته به ځآنګړې پاملرنه وکړو .
هغه زیاته کړه،هڅه به وکړو،چې په دغه ولایت کې د بېلابېلو لوبو سیالۍ جوړې کړو،چې د دې ولایت د لوبغاړو سربیره به په کې د نورو ولایتونو لوبغاړي هم برخه واخلي او د دغه کار د بریالیتوب لپاره به امکانات هم پیدا کړو .
د بدنې روزنې امر عین الله حقبین د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل په دغه ولایت کې نږدې لس زره لوبغاړي لري،چې په ۳۹۵ لوبډلو او کلبونو کې لوبې ترسره کوي او په بېلابېلو برخو کې په نړیواله او ملي کچه ګڼ شمېر مډالونه هم ترلاسه کړي دي .
ده زیاته کړه،د دې ولایت لوبغاړي د لوبو د وسایلو او لباسونو په برخه کې زیاته ستونزه لری،چې په تر دا مهاله ورسره مرکزي ادارې او نورو هیڅ ډول همکاري نه ده کړې،چې د میدان وردګو والي له لورې په دغه برخه کې ورسره هم د همکارۍ ژمنه وشوه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfemdyjw6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته