دخپریدو نیټه :شنبه ۴ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۱۵
د مطلب کود : 105879
پوليسو په ننګرهار کې لس زره پنځه سوه اتيا کيلو ګرامه بېلابېل ډوله چاودونکي توکي نيولي
ولايت مقام ته د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د ورکړل شويو معلوماتو له مخې پوليسو د بهسودو ولسوالۍ بلند غر سيمه کې د محمد قاسم په مارکيټ کې اته زره څلور سوه اتيا کيلو ګرامه چاودونکي توکي د دوو تنو سره يوځای نيولي دي.

د معلوماتو له مخې پوليسو په مهمندرې ولسوالۍ کې هم په يوه هينو موټر کې دوه زره سل کيلو ګرامه چاودونکي توکي نيولي، چې د هينو ډريور تښتيدلی او د نيوليو په موخه يې په سيمه کې پلټنې روانې دي.

دغه راز قوماندانۍ په خپل راپور کې زياته کړې، چې په ورته وخت کې پوليسو په بټي کوټ او اچين ولسواليو کې دوه کړۍ ماينونه پيدا او له کاله ويستلي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfetdy1w6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته