دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 105671
د ملی امنیت لوی ریاست ځانګړی(هدفمند) عملیات!
د ملی امنیت لوی ریاست د ترهګریزو کړنو پر وړاندې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالی د طالبانو تش په نامه ولسوال په نوم د محمدایوب مشهور په(انصاری) له ۳ تنو کسانو سره یې هر یو: زینت، قاری سخی او شفیع الله چې په حصارک ولسوالی کې په یو لړ ترهګریزو او ورانکارو کړنو کې رغنده ونډه درلوده له ۳ میلو کلاشینکوفونو، ۱۲۰ عدده د کلاشینکوف خپ کن، ۲۵ عدده لاسي بمونو او په سلګونو فیره د ډول ډول وسلو له مهماتو سره یو ځای نیولي دي.
هلمند ولایت:
همدا رنګه د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د طالبانو د ډلی یو تن قوماندان په نوم د آغامحمد د علاوالدین زوی چې د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالی د خشک آبه په سیمه کې په ترهګریزو او ورانکارو کړنو کې ښکیل وو، له ۳ میلو کلاشینکوفونو، ۲ میله بی غږه تفنګچو او ۲ فیره د توغندی مرميو چې د نهر سراج ولسوالی باندې د توغولو په موخه ځای پر ځای شوي وي یو ځای نیولی دی.
بغلان ولایت:
د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د کشفی اطلاعاتو له مخې د یو بل جلا ځانګړی اقدام په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر هر یو: نعیم او سید امیر چې د مرکزی بغلان د څلور لارې په سیمه کې په ترهګریزو او ورانکارو کړنو او وسلوالو ډلو ته د وسلو او مهماتو په لیږدولو کې رغنده ونډه درلوده ، له یو میل کلاشینکوف، ۲ میله تفنګچو،۳ عدده لاسي بمونو، د ملی اردو ۲ جوړو یونیفورم او په سلګونو فیره د ډول ډول وسلو له مهماتو سره یو ځای نیولي دي.
د نیول شویو ترهګرو او یادو وسلو او مهماتو په کشفیدو سره په ننګرهار، هلمند او بغلان ولایتونو کې د یو لړ ترهګریزو او خونړیو پیښو مخنیوی وشو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfetdyyw6dxva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته