د
افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی :
د سرپل والي په یوه خبرې غونډه کې دا رد کړه چې درې امریکایان په صیاد او کوهستاناتو ولسوالیو کې د وسلو پلورلو پر مهال نیول شوي او وروسته خوشې شوي دي. والي له رسنیو غواړي چې د دغه خبر وضاحت ورکړي.
د سرپل والي ظاهر وحدت وايي: “دوی وايي چې د سرپل ولايت يوه امنيتي چارواکي ورته ويلي چې موږ دلته امريکايي سرتېري طالبانو ته د وسلو د ورکړې په حال کې ليدلي دي، دا خبره دې دوی ثابته کړي. د دې خبر په اړه موږ ډېره پلټنه وکړه، خو داسې څه مو پيدانه کړل.”
له بلې خوا والي وحدت د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د بهرنیو وګړو شتون تاییدوي.
ظاهر وحدت زیاتوي: “دا يو واقعيت دی چې په سرپل کې د طالبانو په کرښو کې بهرنيان شته دي، بهرني سرتېري له طالبانو سره د روزنې او تجهيز په برخه کې کار کوي.”
د دوشنبې په ورځ مهر آژانش خبر ورکړی و چې سرپل کې درې امریکایان پر وسله والو مخالفینو د وسلو پلورلو په حال کې نیول شوي دي.