دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 126371
د پخواني پلان په اساس  بامیانو ته په ۲۰۲۲ کال کې برېښنا ورکول کېده، مګر موږ  د سالنګ له لارې د برېښنا له انتقال سره همزمان بامیانو ته د زیاتې ا
په دې ناسته کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو، مشرتابه پلاوي او غړو د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د ارزونې ملي کمیسیون د ایجاد د طرحې هرکلی وکړ. هغوی زیاته کړه، چې د اساسي قانون مطابق موږ د عدالت د تامین او د متوازن پرمختګ غوښتونکي یوو.
جمهور رئیس غني وویل، د پخواني پلان په اساس  بامیانو ته په ۲۰۲۲ کال کې برېښنا ورکول کېده، مګر موږ  د سالنګ له لارې د برېښنا له انتقال سره همزمان بامیانو ته د زیاتې او مطمینې برېښنا وېش تامینوو.
په دې ناسته کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو، مشرتابه پلاوي او غړو د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د ارزونې ملي کمیسیون د ایجاد د طرحې هرکلی وکړ. هغوی زیاته کړه، چې د اساسي قانون مطابق موږ د عدالت د تامین او د متوازن پرمختګ غوښتونکي یوو.
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د درې ګونو قواو تر منځ همغږي حتمي وبلله او د ولسي جرګې په استازیتوب یې د حکومت له ملي برنامو او پروژو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه، د ملي برنامو د تطبیق پر وړاندې تقابل مردود دی.
هغه زیاته کړه، انکشافي برنامې د هېواد د پرمختګ او د خلکو د هوساینې په خاطر وي او موږ ټول په دې برخه کې د مثبت تحول غوښتونکي یوو. هغه څرګنده کړه، ملي برنامې او پروژې باید د اساسي قانون د حکمونو مطابق په عادلانه ډول تطبیق شي.
ښاغلي ابراهیمي څرګنده کړه، موږ د انکشافي برنامو د تطبیق تر څنګ د افغانستان د خلکو وحدت غواړو او له معترضینو څخه یې وغوښتل چې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د انتقال پر وړاندې له تقابل څخه لاس واخلي او د قانون، منطق او امکاناتو په اساس مناسبې حل لارې ته ورسېږي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وویل، د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د انتقال په هکله د مشرانو جرګې دریځ واضح دی، موږ په ټاکلي مسیر د یادې برېښنا انتقال او متوازن انکشاف غواړو.
ښاغلي مسلمیار وویل، یو شمېر سیاسي مشران په قومي مشرانو بدل شوي او دوی غواړي چې په دې ډول خپل ځوانان او ډلې منحصرې وساتي او دا د قوم پر وړاندې ظلم دی.
https://avapress.com/vdcfevdyyw6d0ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته