دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 156071
د حقاني شبکې په تړاو پاکستان د امریکا استخباراتو مشر تازه خبرداری

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو (سي آی اي) مشر مایک پمپیو وایي، پاکستان لا هم هغو ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکوي چې د امریکا متحده ایالاتو ته امنیتي ګواښونه پیښوي.

د سي آي اي مشر ظاهراً د حقاني ترهګرې شبکې ته په اشاره خبرې کولې چې د وسله والو طالبانو له مهمو ملګرو ګڼل کیږي.

نوموړی له سي بي ایس خبرې شبکې سره د مرکې پر مهال وویل، چې د امریکا متحده ایالاتو هڅې کوي ترڅو پاکستان خبر وکړي چې دا کار د امریکا متحده ایالاتو لپاره نور د منلو وړ نه دی.

نومړی زیاته کړه، چې د پوځې او امنیتي مرستو لپاره واشنګټن پاکستان یو بل چانس راکړی دی. که چیرې پاکستانیانو موجود ستونزې حل کړي نو امریکا متحده ایالاتو به د ملګري په توګه له پاکستان سره خپل مرستو او همکاریو ته دوام وکړي.

خو ښاغلي پمپیو خبرداری ورکړ که چیرې دوی (پاکستانیان) دا کار ونه کړي نو امریکایان به خپله له امریکا ساتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي پمپیو له دې وړاندې ویلي وو، چې امریکایي چارواکي هڅې کوي ترڅو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژي د تطبیق په برخه کې د همکاریو لپاره د اسلام اباد ژمنه ترلاسه کړي.

هغه خبرداری ورکړ که چیرې دغه کار د پاکستانیانو له خوا ترسره ونه شي نو امریکا به د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د امن ځایونو د لمنځه وړولو په خاطر خپل ټول وس وکاروي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfevdyyw6dtxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته